افغانستان

متقاعد امریکایی جنرال: د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د ټرمپ ادارې اقدام «ناهیلی کوونکی» دی

سټینلي مک کریسټل، یو متقاعد امریکایی جنرال چې په افغانستان کې یې د خدمت مخینه لري وايي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې لخوا د «لنډ مهالې ساتنې» لاندې له دې هېواد څخه د افغان کډوالو د ایستلو اقدام «ناهیلی کونکی» دی.

هغه په ​​یوه تلویزیوني مرکه کې ویلي: «زه په شخصي توګه له دې پریکړې سره موافق نه یم.»

په ۲۰۰۹ کال کې سټینلي مک کریسټل په ورته وخت کې هم افغانستان کې د نړیوال امنیتي مرستندویه ځواک (ایساف) او هم د امریکایي د پوځي ځواکونو قومانده په غاړه درلوده.

د دې متقاعد څلور ستوري امریکايي جنرال په وینا، دا کډوال هغه کسان دي چې په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو د شتون پر مهال له هغوی سره مرسته کړې ده.

هغه زیاته کړې چې دا عمل به هغو کسانو ته منفي پیغام واستوي چې متحده ایالات یې په راتلونکي کې د ملګرتیا تمه لري.

څلور ستوري لرونکی امریکایی جنرال همدا راز وایي: «زه فکر کوم چې زموږ ملي شخصیت باید له دې څخه لوی وي. موږ کولی شو له دې څخه لوی اوسو»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د کورني امنیت وزارت د تېرې اونۍ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هغو افغان وګړو لپاره د لنډمهاله ساتنې پروګرام چې د پخواني حکومت له ړنګېدو وروسته یې په امریکا کې پناه اخیستې وه، د جولای په ۱۲مه پای ته رسیږي.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم په افغانستان کې «د امنیتي وضعیت ښه والی» د دې پریکړې دلیل وباله، او ادعا یې وکړه چې د دې پروګرام د ځینو برخه والو ترمنځ د امنیتي ګواښونو او احتمالي درغلۍ په اړه څېړنې ترسره شوي او وروستۍ پرېکړه د متحده ایالاتو د ملي ګټو په پام کې نیولو سره شوې ده.

خو په امریکا کې د «افغان ایوک» په نوم د افغان کډوالو د ملاتړ سازمان مشر شاون وان ډایور د دې پرېکړې په ځواب کې ویلي چې دا باور کول چې په افغانستان کې وضعیت مخ په ښه کېدو دی او له امریکا څخه د دې هېواد د کډوالو چې د امریکا متحدین و د ایستلو لپاره مناسب دی یو «لېونتوب» دی.

د لنډمهاله ساتنې پروګرام د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال پیل شو ترڅو د هغو افغان وګړو د ویستلو مخه ونیسي چې په خپل هېواد کې د سیاسي او امنیتي کړکېچ له امله یې په متحده ایالاتو کې پناه اخیستې وه.