افغانستان

یونسکو د ۲۵ زره کسانو لپاره د سواد د زده کړې پروګرام برابروي

یونسکو یا د ملګروملتونو سازمان علمي او کلتوري دفتر د سپتمبر اتمه چې د سواد نړیواله ورځ ده په مزارشریف کې ولمانځله او په افغانستان کې یې ددغه بنسټ له خوا د سواد د زده کړې پروګرام له پیلولو خبر ورکړ.

د هېواد په شمال کې د یونسکو استازي عبدالله عمر په دې اړه وویل چې ټاکل شوې د لیک لوست د زده کړې پروګرام د هغو کسانو لپاره چې له له زده کړو پاتې دي په دوو پړاوونو کې پیل شي.

هغه زیاته کړه چې په لومړي پړاو کې به د ۲۵ زره تنو لپاره چې له زده کړو بې برخې پاتې دي، د شلو ولایتونو په سلو کلیو کې ښوونیز پروګرامونه ترسره شي. په دوهم پړاو کې هڅه کوي چې په پاتې ۱۴ ولایتونو کې دا پروګرام عملي کړي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د سواد د زده کړې برخې مسوول محمد ابراهیم عمري په دغو مراسمو کې وویل چې په تېر یوه کال کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې نوي زره کسان د زده کړو لپاره د نوموړي وزارت د دغو پروګرامونو تر پوښښ لاندې راغلي دي.

یو شمېر کسان چې د یونسکو د سواد د زده کړې له پروګرامه برخمن شوي، په ژوندانه کې د زده کړو رول اغېزناک بولي.

یو مېرمن مدینه ‎چې د سواد زده کولو په پروګرام کې یې د لیکلو او لوستلو وړتیا پیدا کړې ده، وایي: «ډېره خوشحاله یم چې لیکل او لوستل کړای شم. کار کولای شم او خپل ژوند بدلولای شم.»

یوه بله بلخي مېرمن تاجور چې د سواد زده کولو په دورو کې یې لیکل او لوستل زده کړي دي، وایي: «د لیک لوست له زده کولو مخکې لکه ړنده داسې وم، اوس کولای شم حساب وکړم او ولولم.»

د سواد نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې په تېر یوه کال کې هېواد کې د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړلي دي. خو بلخ یو له ولایتونو دی چې په استثنایي توګه نجونې له لومړي تر دوولسم ټولګي پورې ښوونځي ته ځي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کلونو له زده کړو د بې برخې کسانو د کمولو لپاره هڅې ترسره شوې وې؛ خو لا هم افغانستان له ۶۲ سلنه نالوستۍ سره د هغو هېوادونو ترڅنګ دی چې ترټول زیات نالوستي وګړي لري.