له پنجشیر څخه سیمه ییزو سرچینو آمو ته ویلي چې طالبانو په دې ولایت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) په ملاتړ ۲۰۰ سیمه ییز تعلیمي ټولګي تړلي دي.
د دې سرچینو په وینا په دې تعلیمي ټولګیو کې شاوخوا ۵۰۰۰ نارینه او ښځینه زده کونکي وو او د ۲۰۰ څخه زیاتو ښوونکو لخوا تدریس کیده.
دغو سرچینو زیاته کړې چې په دې تعلیمي ټولګیو کې د تدریس لپاره د هر ښوونکي معاش ۹۲۰۰ افغانۍ و، او له دې لارې دوی وکولای شول چې د خپلو کورنیو ملاتړ وکړي.
د سرچینو په وینا ددغو ښوونکو میاشتني معاش ټولټال یو میلیون او اته سوه څلوېښت زره ۱،۸۴۰،۰۰۰ افغانۍ و چې په اوسنیو سختو اقتصادي شرایطو کې یې لږ تر لږه د دې ولایت د کورنیو د ورځني ژوند په ښه کولو کې مرسته کوله.
د یادونې وړ ده چې وروسته له هغه چې طالبانو واک ترلاسه کړ، دوی د شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده کړو او پوهنتون ته له تګ څخه منع کړې هغه امر چې په پیل کې وویل «لنډمهاله او تر بلې خبرتیا پورې دی» خو په تېرو دریو کلونو کې نه یوازې دا چې دا پالیسي یې بدله نه کړه بلکې لا یې سخته کړې هم ده.
سرچینو وویل؛ تر دې وړاندې طالبانو په لوګر، پکتیا او خوست کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ سیمه ییز ښوونځي هم د زده کوونکو پر مخ وتړل.
د طالبانو دا اقدام له جدي نړیوالو او اسلامي غبرګونونو سره مخ شو چې ځینو یې دا د اسلامي لارښوونو خلاف او د طالبانو دننه افرادو په شمول د هغوی د مشر د شخصي نظرونو پر بنسټ بللی.
په ورته مهال طالبانو د دې پالیسیو شدت ته دوام ورکړی او حتی په افغانستان کې یې د بشري سازمانونو لخوا تمویل شوي سیمه ییز ټولګي یو په بل پسې تړي.