نن د چنګاښ دویمه؛ له کونډو ښځو د ملاتړ نړیواله ورځ ده. افغانستان؛ هغه هېواد چې لسیزو جګړو، فقر او ټولنیزو نابرابریو میلیونونه ښځې بې سرپرستې کړې دي، کونډې ښځې وايي چې له سخت محرومیت سره مخ دي.
تازه محدودیتونو، د بشري مرستو بندېدل او د ښځو پر کار بندیز، په افغانستان کې د کونډو ښځو ژوند د ناورین خوا ته بیولی دی.
ورته مهال، د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې؛ په ټوله نړۍ کې ۲۵۸ میلیون کونډې ښځې ژوند کوي، چې له دې شمېرې یوازې په افغانستان د طالبانو د معلوماتو له مخې، اتیا زره کونډې شتون لري.
د چنګاښ دویمه، له کونډو ښځو د ملاتړ د نړیوالې ورځې او د دوی د حقونو د دفاع په په توګه په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي؛ دا ورځ د هغو خاموشه غږونو اورېدو ته ځانګړې شوې چې کلونهکلونه یې د ژوند بار په خپلو اوږو وړي.
د څلورو لسیزو جګړو، ناامنۍ او له فقره رنځېدلی افغانستان، اوس هم د نړۍ په هغو هېوادونو کې شمېرل کېږي چې د کونډو ښځو شمېر پکې تر نورو هېوادونو زیات دی. خو اندېښنه لا هغه وخت ډېره شوې چې طالبانو د ښځو پر ازادۍ نور بندیزونه ولګول او د ښځو بشري وضعیت، په تېره بیا په تېرو درېیو کلونو کې، ورځ تر بلې خراب شوی دی.
مستعار نومې ۲۶ کلنه مریم، ځوانه مېرمن د دوو وړو ماشومانو مور ده. خاوند یې شپږ کاله وړاندې په هلمند ولایت کې ووژل شو. مریم چې یو وخت یې د هرات په شاوخوا سیمو کې د یوې تعلیمي موسسې لپاره د سواد زدهکړې ښوونکې وه، د طالبانو لهخوا د ښځو د کار بندیز له امله له دندې ګوښه شوه او اوس له خورا سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.
هغې آمو ته وویل: «زما مېړه شپږ کاله مخکې شهید شو. پخپله ما د سواد زدهکړې په موسسو کې نورو ته درس ورکاوه، خو طالبانو دا موسسې وتړلې. زه دوه اولادونه لرم، یوه شپه ډوډۍ لرو، لس شپې نه. نه پخواني حکومت زموږ لاس ونیوه، نه اوسني. نه کالي لرو، نه بوټونه، نه اختر. هېڅ نه لرو، هیڅ نه پوهېږو. له حکومته غواړم، لږ تر لږه د یتیمو ماشومانو لپاره یو پروګرام جوړ کړي، د هغوی د نفقې او تعلیم ملاتړ وکړي.»
د طالبانو د شهیدانو او معلولینو وزارت د کونډو ښځو شمېر ۸۰ زره ښودلی، حال دا چې د پخواني حکومت د احصایې له مخې دا شمېر ۶۰۰ زرو ته رسېده.
یوشمېر کونډې ښځې وايي، له هغه وروسته چې نړیوالې مرستې کمې شوې، د دوی ژوند لا سخت شوی، ځکه نه سرپرست لري او نه د بې وزلۍ د زغملو وس.
د هرات یوه اوسېدونکې وايي: «زه اولادونه لرم، د کډوالۍ ستونزې دي. مرسته نه ده راکړل شوې. دوه زامن لرم، د یوه یې اوږه ماته ده، بل د سر له ناحیې معیوب دی او د اورېدو ستونزه لري. پخپله تار اوبدنه کوم، که همدا د کور مصرف شي، هغه هم په ډیرې سختۍ سره.»
په داسې حال کې چې د طالبانو تر واک لاندې، ښځې د ژوند له سختو پړاوو تېرېږي، کونډې ښځې په افغانستان کې تر ټولو زیاتې ننګونې لري. د ښځو د کار بندیز، د ښځو د سینګارتونونو تړل، او ۵۰۰۰ افغانیو ته د ښځینه ښوونکو د معاشونو راکمول، د هغو بندیزونو له ډلې دي چې د زرګونو ښځو، په تېره بیا د کونډو او بې سرپرستو ښځو ژوند یې لا نور هم ستونزمن کړی دی.