سرچینو آمو ته ویلي دي چې د بدخشان ولایت په خاش ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد لاریونونه له تېرو دوو ورځو راهیسې روان دي او د دغو اعتراضونو په پایله کې د طالبانو د مخدره موادو پر ضد ځواکونه له دې ولسوالۍ وتلي دي.
سرچینې وایي، دا لاریونونه وروسته له هغې پيل شول چې د طالبانو د مخدره موادو پر ضد ځواکونو؛ د خلکو د کوکنارو کروندې ویجاړې کړې.
د راپورونو له مخې، له دغو اعتراضونو وروسته، د طالبانو د مخدره موادو پر ضد ځواکونه له ولسوالۍ وتلي او خلک د دوی پنځه تراکتورونه سوځولي دي. یوې سرچینې آمو ته ویلي چې د طالبانو یو قوماندان امانالدین، په دې اعتراضونو کې مداخله کړې او خلک یې له ګواښونو سره مخ کړي دي.
معترضین وایي، تر هغې چې د هلمند او کندهار په ولایتونو کې د کوکنارو کرکېله نه وي درول شوی، دوی به په بدخشان کې د خپلو کروندو د ویجاړولو اجازه ورنه کړي.