د ایران د نظام د بدلون په اړه، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ خبرې، له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
د ایران پوځ، ډونالډ ټرمپ یو قمار باز بولي او خبرداری ورکوي؛ چې واشنګټن به قاطع او کلک ځواب ترلاسه کړي.
ورته مهال، د ایران او اسرائیلو ترمنځ د جګړې اور لا هم تود دی. د اسرائیل پوځ ادعا کوي چې د ایران هوایي اډې او د سپاه پاسداران د معلوماتو مرکزونه او شتمنۍ یې په نښه کړې دي، خو ایران بیا د اسرائیلو یو شمېر سیمې تر خپلو توغندیزو بریدونو لاندې نیولی دی.