کډوالي

د اسراییلو او ایران جګړه؛ په ایران کې د افغان کډوالو برخلیک په بلاتکلیفۍ کې دی

د اسراییلو له‌ خوا پر ایران د بریدونو د دوام له امله؛ دغه هېواد کې د افغان کډوالو برخلیک روښانه نه دی.

یو شمېر هغه کسان چې تازه له ایرانه افغانستان ته راستانه شوي، وايي افغان کډوال هلته په بلاتکلیفۍ او جدي ستونزو کې ژوند کوي.

دوی زیاتوي، چې په کمپونو کې د بېرته ستنېدو لپاره څو اونۍ انتظار باسي او افغانستان ته د دوی د بېرته ستنولو بهیر ډېر ورو پر مخ ځي.

د دغو کډوالو په وینا، د ایران پولیس له دوی د ستنولو په بدل کې ډېرې پیسې غواړي، او د افغانستان له سفارت څخه د خروج د پاڼې ترلاسه کول هم له پراخو ستونزو سره مخ دي.

له بلې خوا، په کور دننه یو شمېر افغانان وايي چې د ایران او اسراییلو د نښتو له پیل څخه تر اوسه پورې، په ایران کې د خپلو خپلوانو له برخلیک څخه معلومات نلري او د دوی د ژوند په اړه سخت اندېښمن دي. د خپلو عزیزانو هیڅ درک نه لري او سخت اندېښمن دي.