د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان بانک ویلي، چې د اسعارو لیلام به له مرکز څخه د زونونو کچې ته پراخ کړي.
د دغه بانک لومړي مرستیال د صرافانو د اتحادیې له غړو سره په لیدنه کې زیاته کړې چې دغه پرېکړه د لا زیاتې روڼتیا او د اسعارو د مناسبې ویشنې په موخه نیول شوې ده.
له بلې خوا، په دې ناسته کې د بولۍ د طرحې تطبیق هم تر ارزونې لاندې نیول شوی دی. دا ناسته په داسې حال کې جوړېږي؛ چې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو بیه راټيټه شوې ده او د اسعارو په بازارونو کې اوس مهال یو ډالر له ۷۱ افغانیو پورته تبادله کېږي.
په سیمه کې د کړکېچونو تر زیاتېدو وروسته، د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت هم راټيټ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان تر ډېره خپل د اړتیا وړ توکي، له ایران څخه واردوي.