لویدیځه اسیا

پوټین پر ایران د امریکا هوایي بریدونه «غیرموجه تېری» وباله

د روسیې ولسمشر، ولاډیمیر پوټین، د دوشنبې په ورځ په کرملین ماڼۍ کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي سره ولیدل. په دې لیدنه کې هغه پر ایران د امریکا هوایي بریدونه «غیرموجه تېری» وباله.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ ویلي وو، چې دا هېواد په سخت ډول د امریکا بریدونه چې د ایران د هسته‌یي تاسیساتو باندې شوي، غندلی او دغه بریدونه یې د «بین‌المللي حقوقو، د ملګرو ملتونو د منشور او د امنیت شورا د پریکړو په ښکاره سرغړونه» بللي دي.

پوتین په دې لیدنه کې وویل: «دا برید په بشپړه توګه بې‌موجه او بې‌منطقه و او هېڅ منطقي اساس نلري.»

هغه زیاته کړه: «موږ هڅه کوو چې د ایران خلکو سره مرسته وکړو» او د مسکو- تهران ترمنځ اوږدمهاله «ښه او باوري» اړیکې یې په ګوته کړې.

عباس عراقچي هم له روسیې څخه د اسرائیل او امریکا د اقداماتو په وړاندې د ملاتړ مننه وکړه او وویل: «روسیه نن ورځ د تاریخ او بین‌المللي حقوقو په لوري ولاړه ده.»

هغه زیاته کړه: «دا تهاجمي اقدامات د اسرائیل او امریکا لخوا په بشپړه توګه نامشروع دي او د بین‌المللي قوانینو او هنجارونو خلاف دي. موږ د خپل خپلواکۍ او خپل هېواد دفاع کوو، او زموږ دفاع مشروع ده.»

عراقچي هم ټینګار وکړ چې روسیه همېشه د ایران په سوله‌ییز هسته‌یي انرژۍ کې شریک پاتې شوې او په هسته‌یي مذاکراتو کې یې یو جوړونکی رول لوبولی دی.

هغه وویل: «په ایران د هسته‌یي پروګرام په برخه کې روسیه تل زموږ شریک پاتې شوې. هغوی د بوشهر د هسته‌یي نیروګاه جوړ کړه.»