د طالبانو تر ادارې لاندې عدلیې وزارت ویلي چې د دوی د عدلیې وزیر عبدالحکیم شریعه د شنبې په ورځ، سینټ پیټرزبورګ نړیوال حقوقي فورم په ۱۳مه غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی.
د وزارت په مطبوعاتي خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې به د عدلیې وزیران، قضايي چارواکي او د مختلفو هېوادونو حقوقي کارپوهان ګډون ولري.
د طالبانو په وینا، ټاکل شوې ده چې عبدالحکیم شرعي به په دې غونډه کې د قوانینو د ماهیت، په نړیوالو قوانینو کې د اصلاحاتو د اړتیا، د عدالت د تأمین او د نړیوالو تعاملاتو په اړه د طالبانو د حکومت د دریځ اړوند موضوعاتو وینا وکړي.
ټاکل شوې ده چې ۱۳م نړیوال حقوقي فورم به د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ د روسیې په سینټ پیټرزبورګ کې پیل او درې ورځې دوام وکړي.