د قزاقستان د اوبو سرچینو او اوبو لګولو مرستیال وزیر اسلان عبدالرحیموف د دې هېواد په پلازمینه آستانه کې په یوه نړیواله غونډه کې چې د منځنۍ آسیا او د سیمې هېوادونو استازو پکې ګډون کړی و وویل چې په افغانستان کې د قوش تیپې کانال جوړول د هېواد د اوبو امنیت ته یو ګواښ دی.
د ټایمز آف سنټرل اېشیا د راپور له مخې د «د اوبو امنیت او د پولو هاخوا د اوبو کارول: ننګونې او حل لارې» تر سرلیک لاندې غونډه کې د ترکیې، اسراییل، تاجکستان، قرغزستان، ترکمنستان او طالبانو استازو ګډون کړی و او د مرکزي اسیا د اوبو امنیت لپاره د قوش تیپې کانال د جوړولو احتمالي اغېزو په اړه یې بحث وکړ.
ورځپاڼه وايي چې د غونډې اصلي موخه دا وه چې «د قوش تیپې کانال احتمالي پایلو او د سیمه ییزو اوبو وېش پراخو مسئلو ته رسیدګي وشي.»
د قزاقستان د اوبو او اوبو لګولو مرستیال وزیر په غونډه کې خبرداری ورکړ چې د کانال جوړول کولی شي په هیواد کې د سیر سیند جریان د پام وړ کم کړي او د اورال سمندر لپاره چې لا د مخه وچ شوی مستقیمې پایلې ولري.
په راپور کې راغلي چې که څه هم قزاقستان له افغانستان سره ګډه پوله نه لري خو تمه کیږي چې د دې کانال د جوړولو اغېز به په ټوله سیمه کې خپور شي.
اصلان عبدالرحیموف ویلي: «په لنډمهال کې د اوبو په سرچینو کې د سختو بدلونونو تمه نه کیږي مګر په اوږدمهال کې د سمندر د جریان کمښت حتمي دی. دا به د اورال سمندر په حوزه کې د اوبو نازک توازن نور هم کم کړي.»
ټایمز اف سنټرل اېشیا وايي چې د اورال سمندر ویجاړول له لسیزو راهیسې روان دي چې په لویه کچه د آمو سیند او سیر سیندونو د کرنیزو موخو لپاره، په ځانګړي توګه د پنبې او غنمو د کروندو د خړوبولو لپاره د اوبو د اړولو له امله دي. دغو انحرافاتو د دې سمندر په کمښت کې د پام وړ مرسته کړې ده.
په عین حال کې، د قزاقستان د بیټک ګوند مشر عظمت خان امیرتایف اندیښنه څرګنده کړې چې د قوش تیپې کانال کولی شي د آمو سیند جریان له ۲۵ تر ۳۰٪ راوګرځوي.
امیرتایف وویل، «دا پدې مانا ده چې ازبکستان او ترکمنستان به لږې اوبه ترلاسه کړي. په پایله کې ازبکستان ممکن د سیر سیند څخه ډېره ګټه واخلي چې په بالقوه توګه اوبو ته د قزاقستان لاسرسی له ۳۰ څخه تر ۴۰ سلنې پورې کموي.»
نوموړي د اوبو د زیات مصرف د کمولو لپاره د سیمه ییزې همکارۍ او علمي پالیسۍ د جوړولو غوښتنه کړې ده.
د قوش تیپې کانال چې د هېواد په شمال کې تر کار لاندې دی د ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالي او شاوخوا ۱۰۰ متره پلنوالي ډیزاین شوی دی. تمه کېږي چې کله دا بند فعال شي نو له ۵۰۰،۰۰۰ هکتاره څخه زیاتې کرنیزې ځمکې به خړوبې کړي.
خو د منځنۍ اسیا هېوادونو چارواکو ویلي چې دا کار به د آمو سیند څخه په کال کې د ۱۰ مکعبه کیلومتره اوبو د اړولو له لارې ترسره شي چې تقریباً د دغه سیند د جریان د اوسط یو پر څلورمه برخه ده.
د ټایمز آف سنټرل اېشیا راپور وايي چې د اوبو دومره لوی جریان کولی شي په ټوله مرکزي اسیا کې هایدروولوژیکي توازن ګډوډ کړي. د سمندر د جریان کموالی ممکن د اورال سمندر د وچیدو لړۍ ګړندۍ کړي او د قزاقستان په ښکته سیمو کې د ایکولوژیکي تخریب کچه لوړه کړي.
د آستانه په غونډه کې کارپوهانو د سیمه ییزو اوبو ډیپلوماسۍ د پیاوړتیا او د اوبو د دوامداره کارونې د ډاډمنولو او د چاپیریالي ناورینونو د مخنیوي لپاره د همکارۍ نوي چوکاټونو د جوړولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د غونډې د هدف، د بحث وړ موضوعاتو او یا د قزاقستان د اوبو د مرستیال وزیر د خبرداري په اړه د خپل غبرګون په اړه څه نه دي ویلي.
خو طالب استازو مخکې له دې د اوبو د سرچینو د مدیریت په اړه په بحثونو کې د ګډون لپاره خپله لېوالتیا ښودلې وه. د راپور پر بنسټ د دې موضوع څارونکو وړاندیز کړی چې د اوبو مدیریت کې ګډ نوښتونه کولی شي د سیمه ییزو کړکېچونو کمولو او د چاپیریالي پایلو په ښه کولو کې کلیدي رول ولوبوي.
څرنګه چې سیمه د اقلیم د بدلون، د نفوسو د ودې او د زیربناوو د پراختیا له امله د اوبو د زیاتیدونکي فشار سره مخ ده د منځنۍ آسیا هېوادونو او افغانستان ترمنځ همغږي د اوږدمهاله اوبو امنیت لپاره په زیاتیدونکې ډول اړینه ګڼل کیږي.