افغانستان

قلم لار ټولني کندهار کې د نجونو له زده کړو د ملاتړ کمپاين پیل کړی

د نجونو پرمخ د ښوونځيو د دروازو د پرانیسو دغه کمپاين د کندهار په سپين بولدک، تخته پل او يو شمېر نورو سرحدي سيمو کې پیل شوی دی.

د قلم لار ټولني مشر مطيع الله ويسا، چې له کلونو راهيسي په ټول هېواد کې د زده کړو د عاموالي لپاره کار کوي وايي، خلک تر دې نور د نجونو د ښوونځيو تړلي پاتې کېدل نه شي زغملای.

ويسا وايي په کندهار کې د نجونو د زده کړو په ملاتړ پیل شوی کمپاين هم ښيي، چې خلک په بشپړ ډول د نجونو د پوهنې او روزنې غوښتونکي دي.

ويسا د دوشنبه سهار آمو تلویزیون ته وويل: “په ټولو اسلامي هیوادونو کې نجونې ښوونځيوته ځي، ولس يو کال زغم او حوصله وکړه نور حوصله نشي کولاي د خپلو لوڼو او خویندو لپاره ښوونځي غواړي، نور پلمې کول د وخت ضايع کول دي پوره یو کال تير شو خو د نجونو ښوونځيو د پرانیستو پرېکړه ونه شوه، که اراده موجوده وي دا د يوې ورځي کار دی.”

ويسا وايي که د نجونو ښوونځي ژر خلاص نشي بيا که ولس هر اقدام وکړ مسووليت به د وزارت او چارواکو وي.

هغه وایي: «ولس نور غواړي د خپلو خویندو علاج يی ښځېنه په خپل وطن کې وکړي، ولس غواړي لوڼي يی د تعليم اسلامي فرضي حق تر لاسه کړي، ولس غواړي د پرديو د احتياج نه ځان د تل لپاره خلاص کړي. نور چپ پاتې کېدل له خپل ولس سره ظلم دی.»

د قلم لار ټولني مشر وايي، همدا يې وخت دی، چې د پکتيا د ولس ملاتړ وشي او ټول ولس د نجونو د زده کړو په اړه خپل غږ پورته کړي.

پر همدې حال کې د کندهار ښار د پنځمې ناحيې يوه اوسېدونکې او د پاچا خان عالي لېسې د يولسم ټولګي زده کوونکې راضيه افغان وايي، د انجونو پر وړاندي نور هيڅ بهانه دوی ته د منلو نه ده او دوی به هم نور د خپل حق د غوښتلو لپاره مبارزه کوي.

“هيڅ عقل دا نشي منلای، چې نور دې ښوونځي د نجونو پرمخ تړلي وي زه د پوهني د وزير خبري هم د نجونو د زده کړو په اړه ناسمي بولم.”

قلم لار ټولنه داسي مهال د نجونو له زده کړو د ملاتړ کمپاين پیلوي، چې د يوه کال په تېريدو لا هم طالبانو نجونو ته له شپږ ټولګي د پورته زده کړو اجازه نه ده ورکړې.