د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت یو ستر او جامع جومات په اساسي ډول رغول شوی او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په هرات کې د طالبانو د والي د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، دغه جامع جومات په یو وخت کې د ۲,۰۰۰ تنو لمونځ کوونکو د ځایولو وړتیا لري.
دفتر زیاتوي دغه مذهبي ودانۍ په ۴,۵۰۰ مربع متره ځمکه کې اباده شوې، چې د جوړېدو چارو یې څه باندې دوه کاله وخت نیولی دی. پهدې نوي جومات کې ټولې عصري او لازمې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په بیا راتلو سره، په ټول هېواد کې د مساجدو، دیني مدارسو او مذهبي ودانیو د جوړولو، بیا رغولو او پراخولو لړۍ په بېسارې توګه تېزه شوې ده.
د دې ډلې د حکومت لخوا د مذهبي بنسټونو ملاتړ او د اوقافو وزارت ځانګړې پاملرنه د دې لامل شوې چې د هېواد سوداګر، عام خلک او خپله حکومت په ګډه په ښاري او لېرو پرتو سیمو کې د نویو او سترو جوماتونو پرانیستلو ته لومړیتوب ورکړي.
