د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق اجرایوي رییس اندرو سابرټن افغانستان ته د خپل سفر وروسته په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې په افغانستان کې “دوه ګونی بشري کړکېچ” روان دی.
انډرو سابرټن وایي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو راستنېدل او د دې صندوق سره د امریکا د مالي مرستې بندیدل، چې ټولټال ۱۰۰ ملیون ډالر وو، دا کړکېچ لا پسې زیات کړی .
نوموړی ټینګار کوي چې د بودیجې کمښت سره په افغانستان کې ۶.۳ میلیونه وګړي چې ډیری یې ښځې او نجونې دي به د ژوند ژغورنې پاملرنې ته لاسرسی له لاسه ورکړي، او د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق به اړ شي چې د هغو امکاناتو شمېر چې دوی یې ملاتړ کوي، په راتلونکي کال کې له نیمایي څخه ډیر کم کړي.
له بلې خوا د هغه په وینا د روان کال په اپریل کې له ۲۵۱۰۰۰ څخه ډېر افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي چې له دې جملې څخه له ۹۶۰۰۰ څخه ډېر یې په زوره شړل شوي.
ښاغلي سابرټون په مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: “هغه خلک چې افغانستان ته په زور راستنېدو ته اړ ایستل کیږي ممکن له جدي خطرونو سره مخ شي دا امر په ځانګړې توګه د افغان مېرمنو او نجونو چې په هیواد کې د کار، زده کړې او د تګ راتګ آزادۍ ته د لاسرسي په برخه کې د مخ په زیاتیدونکي محدودیتونو سره مخ دي. ” صدق کوي دا اندیښنې په افغانستان کې دننه د شدیدو بشري اړتیاوو، د بېکارۍ د کچې لوړېدو، او همدارنګه د سختې اب و هوا او طبیعي پېښو سره ملې دي.”
د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق اجرایوي رییس وايي چې هغه بودیجه چې دې صندوق له لاسه ورکړې ده، تر ډېره د کورنۍ روغتیا، ګرځنده روغتیایي ټیمونو او په کلیوالي ټولنو کې د رواني ټولنیز ملاتړ خدماتو باندې مصرف کېدله.
د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق مرستیال اجرایوي رییس انډرو سابرټن د روان کال د می له ۴م څخه تر ۹م پورې افغانستان ته سفر وکړ ترڅو وګوري چې دا صندوق څه بدلون راولي او د بودیجې کمښت د سازمان په فعالیتونو باندې څه اغېزه لري.
هغه په کابل، بامیان او تورخم سرحدي سیمو کې د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق تر ملاتړ لاندې خدماتو څخه لیدنه وکړه او ویجاړونکي اغیزې یې ولیدلې چې د یاد صندوق پراخ کمښت به د نړۍ یو له لویو بشري کړکېچونو څخه وي.