افغانستان

کندهاریان: طالبان دې د نجونو ارمانونه نه خاوري کوي

د چهارشنبې پر ورځ د کندهار په زرغونه انا عالي لېسه کې نوی ښوونيز کال د زنګ په کړنګولو پیل شو.

د ښوونيز کال د پیل په مراسمو کې زده کوونکو، ښوونکو او ولایتي مسوولينو ګډون کړی و.

په دغو مراسمو کې د ښوونځيو ښځينه ښوونکو او زده کوونکو په خپلو خبرو کې له چارواکو وغوښتل، چې له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي پرانیزي او رامنځته شوی محدودیت نور لیري کړي.

د نهنازې په نوم د کندهار يوې زده کوونکې له غونډي وروسته له آمو تلویزیون سره خبرو کې وویل، چې د ټولو لپاره د ښوونځيو پرانيستل د دوی ارمان دی او باید طالبان د ددوی دغه ” ارمان خاوري” نه کړي.

د راضيې په نوم د کندهار د ښځينه ښوونځيو يوې مديرې هم وویل، خوښه ده، چې نوی ښوونيز کال پیلېږی خو هيله لري، چې په دې ښوونيز کال کې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته هم ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړل شي.

د کندهار د والي د دفتر رئیس عبدالمحب ګرمسيری وایي، عصري او ديني زده کړې د ټولنې مهمه اړتیا ده او که چېرې په کندهار کې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانېستل کېږي، نو دوی يې د درسي بهير د مدیريت لپاره بشپړ چمتوالی لري.

نوموړی وایي: «موږ چمتوالی او وړتیا لرو، که چېرې د نجونو ښوونخي پرانيستل کېږي نو موږ به یې درسي چاري له ستونزو پرته پر مخ یوسو.»

د کندهار د پوهني رئیس فخرالدين نقشبندي هم وویل، چې دوی دا مهال د کندهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې تر شپږو سوو زيات ښوونځي د زده کوونکو لپاره چمتو لري او د دغه بهير په وړاندې کوم خنډ نشته.

مسوولينو ویلي، چې د نوی تعلمي کال لپاره يې ۲۰ زره او ۵۰۰ نوي زده کوونکي ښوونځیو کې شامل کړي، چې شپېته سلنه یې هلکان او پاتې نورې نجونې دي.