افغانستان

کابل کې د څښاک اوبو کمښت او تر ځمکې لاندې اوبو وضعیت ته بې پامي

موسمي بدلونونو او د ځمکې د تودوخې په شان زیانونو یې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو لپاره ګڼې ستونزې راولاړې کړې دي. له بلې خوا، ترځمکې لاندې اوبو له زېرمو پراخه استفاده، د اوبو د زېرمو د کمښت لامل شوې ده.

د ترسره شویو څېړنو له مخې، تر ۲۰۰۵ کال پورې لږترلږه د یوه کال په موده کې د ځمکې تودوخه ۴۰ سلنه زیاته شوې چې دغو بدلونونو پر ډېرو هېوادونو اغېز کړی دی.

بېلابېل هېوادونه ددغو اغېزو په وړاندې د مقابلې په موخه له وړاندې مټې رانغښتې دي؛ خو د افغانستان په شان ځینو هېوادونو نه یوازې د وګړو پر ژوندانه د موسمي بدلونونو د اغېزو په وړاندې د مبارزې لپاره هڅه نه ده کړې بلکې له اغېزو یې هم زیانمن شوي دي.

که په وروستیو میاشتو کې د هېواد موسمي وضعیت ته وګورو، له دغو بدلونونو د هېواد د بېلابېلو ولایتونو اغېزمنتیا له ورایه ښکاري. د سختو سېلابونو ترڅنګ، وچکالي او د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د اوبو کمښت له موسمي بدلونونو د هېواد زیانونو نښې دي.

په هېواد کې ترځمکې لاندې اوبو د کچې ټيټېدل هغه ستونزه ده چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي، او په اوسني وخت کې د پلازمیني په ګډون د ډېری ولایتونو اوسېدونکو د څښاک لپاره د معدني اوبو پېرلو ته مخه کړې؛ په داسې حال کې چې د خلکو اقتصادي وضعیت هم ښه نه دی چې وکولای شي تل دا کار وکړي.

د څښاک پاکو اوبو د برابرولو لپاره د خلکو ستونزې

د چاپېریال ساتنې د ځینو کارپوهانو په اند، که په دې برخه کې جدي او اړینه ګامونه پورته نه شي، ډېر ژر به په افغانستان کې خلک د څښاک اوبو د برابرولو لپاره له جدي ناورین سره مخ شي.

په دې ورځو کې د پلازمیني په بېلابېلو برخو کې د معدني اوبو د پلورلو ګرځنده موټر لیدل کېږي؛ خو هېوادوال وايي چې په دې ډول وضعیت کې د معدني اوبو د پېرلو وس نه لري.

د کابل ښار د قلعه زمان خان سیمې اوسېدونکی خیرالدین په دې اړه وايي: «د سیمې خلک پاکو اوبو ته د لاسرسي لپاره له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د اوبو د پېرلو وس نه لري.»

هغه زیاته کړې، یوه کوچنۍ بوشکه اوبه د معدني اوبو په نوم په ۵۰ افغانیو پېرو؛ خو هغه هم تروې دي.

کابل ښار کې د ۱۶مې حوزې د ګذر وکیل احمد شاه نجرابي هم په دې اړه وایي: «کوم ځای کې چې موږ ژوند کوو، نږدې ۱۱ زره اوسېدونکي لري. د اوبو رسوونې له خصوصي شرکتونو یو نل راغځول شوی دی چې هر مترمکعب اوبه په ۱۰۰ افغانۍ پلوري.»

نجرابي زیاته کړه: «کومې اوبه چې پېرو د روغتیا له پلوه د ډاډ وړ نه دی له دې سره هم خلک اړ دي چې (د خپلو اړتیاوو د پوره کولو) لپاره یې وپېري؛ ځکه د څښاک پاکې اوبه نشته او دا د دولت دنده ده چې خلکو ته پاکې اوبه برابرې کړي.»

د کابل ښار په ځینو برخو کې له مخکې لګول شوي د اوبو نلونه د وروستیو وچکالیو او د سیمې اوسېدونکو د ژورو څاه ګانو د کېندلو له امله د اوبو له کموالي سره مخ شوي دي؛ له همدې امله دغه نلونه نه شي کولای د خلکو د اوبو اړتیا پوره کړي.

د کابل ښار یو اوسېدونکی احمد هم وایي: «په دې وروستیو کې وچکالۍ د ځمکې لاندې اوبو پر سطحې مستقیمه اغېزه کړې ده؛ له همدې امله د ځمکې لاندې اوبه کمې شوې او لاسرسی ورته ستونزمن دی.»

د کابل د پنځم زون د اوبو رسوونې آمر انجنیر محمد صبورزی وايي: «د مخکیني حکومت بې پامي او تر ۲۰۰ مترونو د ژورو څاه ګانو کېندل، په غیرمعیاري ډول د سپتیک څاه ګانو کېندل او د منظم پروګرام نشتون په هېواد کې د اوبو د کمېدو لاملونه دي.»

د اوبو په پراخه توګه کارول؛ هېواد کې لویه ننګونه

په همدې حال کې د چاپېریال ساتنې کارپوه روح‌الله امین د دې په څرګندولو، چې هر کال د ځمکې لاندې اوبه په ځانګړې توګه په کابل ښار کې له ۱ تر ۱.۵ مترو ټیټېږي وویل: «خلک له دې ډول ناورین سره مخ دي او باید د اوبو له بېځایه کارولو چې یوه لویه ننګونه ده مخنیوی وشي.»

هغه دوام ورکړ: «موسمي بدلون یو له عواملو دی چې د ځمکې لاندې اوبو پر سطحې اغېز لري او د حرارت درجې لوړېدل، د ورښتونو کموالی، بې وخته ورښتونه او خاورو ته د اوبو نه رسېدل هغه لاملونه دي چې د ځمکې لاندې پر پاکو اوبو یې اغېزه کړې ده.»

د چاپېریال ساتنې دغه کارپوه ټینګار وکړ: «د سطحې او د ځمکې لاندې اوبو د کنټرول په برخه کې د موسم مدیریت، د اوبو له سرچینو دوامداره ګټه اخیستل، عامه پوهاوی، د لنډمهاله او اوږدمهاله پالیسیو جوړول او د سکتوري ادارو ترمنځ همغږي او پیاوړتیا د ځمکې لاندې اوبو له کموالي د مخنیوي په برخه کې ګټور کېدای شي.»

افغانستان په داسې حال کې تېرو اوونیو کې د ورانونکو سېلابونو او زلزلو شاهد و چې هم د جمهوریت په دوره کې او هم د طالبانو په دوره کې د خلکو پر ژوند د موسمي بدلونونو د اغېزو د کموالي لپاره هېڅ پروګرام نشته. اخوا، د اوبو رسوونې ښاري سیستم ان په کابل کې په متمرکز ډول نشته او په اصل کې امنیتي ننګونې عمومي روغتیا او د څښاک اوبو د تامین په څېر اړینو موضوعګانو ته د بې پامۍ لامل شوې دي.