سوداګري

وروستیو بارانونو پروان کې د انګورو ۴۰ سلنه حاصلات خراب کړي دي

په پروان کې موسمي بدلونونه ددې لامل شوي چې په دې ولایت کې تر څلوېښت سلنه د انګورو حاصلات فاسد شي او کروندګرو ته څه د پاسه درې سوه میلیونه افغانۍ زیان ورسېږي.

په پروان کې کروندګر د آمو خبریال ته وايي چې د انګورو حاصلات د تېر کال په پرتله ښه و؛ خو وروستیو ورښتونو د انګورو ډېری حاصلات خراب کړي او دوی ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.

د ضیاءالدین صبورزاده په نوم یو بزګر وایي چې د تېر کال په پرتله، د انګورو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی و؛ خو وروستیو ورښتونو او موسمي بدلون یې نیمايي حاصلات خراب کړي دي.

هغه زیاتوي: «په پروان ولایت کې تېرو ۱۵ ورځو ورښتونو زموږ د بڼ نیمایي حاصلات له منځه وړي او هغه عاید مو چې له خپل بڼ څخه تمه لرله برباد شو.»

د پروان ولایت یو بل بڼوال احمد شکېب هم وایي: «زموږ ټول هر څه د بڼ په حاصلاتو پورې تړلي وو چې باران له خراب کړل، له طالبانو غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي.»

اخوا د پروان ولایت لپاره د طالبانو د کرنې او اوبولګولو رییس وايي چې سږکال په دې ولایت کې د انګورو حاصلات لس سلنه زیات وو؛ خو پروان کې وروستیو ورښتونو د انګورو څلوېښت سلنه حاصلات خراب کړي دي.

هغه زیاتوي: «په پروان کې وروستیو بارانونو کروندګرو ته ۳۵۴ میلیونه افغانۍ زیان اړولی او موږ هڅه کوو چې له بڼوالو سره مرسته وکړو.»

د شمېرو له مخې په پروان ولایت کې شپږ زره او ۵۰۰ هکتاره ځمکه کې د انګورو بڼونه دي چې له ورښتونو مخکې یې د حاصلاتو کچه ۸۸ زره او ۵۱۱ ټنه اټکل شوې وه.

له دې مخکې په پروان ولایت کې د انګورو حاصلات د ځایي سوداګرو له خوا پېرودل کېدل؛ خو سږ کال د پلور د مناسب بازار د نشتوالي له امله د شمالي انګور په ډېره ټیټه بیه پلورل کېږي.