سوداګري

کندز کې د وطني غالیو د تولید کمښت

د افغانستان غالۍ

کندز کې د غالیو یو شمېر صنعتکاران وایي چې د مناسب بازار نشتون، د خامو موادو د بیې لوړوالی او په هېواد کې د بهرنیو غالیو ګرم بازار هغه لاملونه دي چې د وطني غالیو تولید کم شي.

کندز کې د وطني غالیو د صنعتکارانو رییس وایي: «د غالۍ اوبدلو صنعت کاروبار د تېرو کلونو په پرتله کم شوی؛ ځکه مخکې زموږ ۸۰ سلنه غالۍ اروپایي، اسیایي او امریکایي هېوادونو ته صادرېدې او اوس دغه شمېر ۲۵ سلنې ته رسېدلی دی.»

هغه زیاتوي: «کندز کې د غالیو صنعتکارانو د کاروبار د کموالي لامل د طالبانو له خوا له غالۍ اوبدونکو نه ملاتړ دی په داسې حال کې چې په مخکینیو دولتونو دوی له ملاتړه برخمن وو؛ خو اوس د طالبانو له خوا هېڅ پاملرنه نه ده ورته شوې.»

د غالۍ اوبدلو برخې دغه فعال د خپل کار لپاره د مناسب ځای نشتون د غالۍ صنعتکارانو ترټولو لویه ستونزو ګڼلې او وې ویل: «زموږ د غالۍ اوبدلو صنعتکارانو زیات شمېر په ګاونډیو هېوادونو لکه ایران کې پر کار بوخت دي. همدارنګه ویل کېږي چې په څو ولایتونو کې د غالۍ اوبدلو ښارګوټي رامنځته کېږي؛ خو تر اوسه دا ښارګوټي نه دي جوړ شوي. که دغه ښارګوټي جوړ شي موږ کولای شو د غالۍ صنعتکاران له نورو هېوادونو څخه چې پر فعالیت بوخت دي، بېرته هېواد ته راستانه کړو.»

حبیبه چې په کندز کې د غالۍ اوبدلو په یوه کارخونه کې پر کار بوخته ده وایي: «زه ډېره خوشحاله یم چې دلته کار کوم او له دې لارې غالۍ اوبدل زده کولای شم او عاید ولرم. که څه هم زموږ کاروبار کم شوی؛ خو موږ له مرستندویه موسسو غواړو له موږ څخه ملاتړ وکړي.»

یوه کال کې تر ۲۷ زره متر مربع د ډېرو غالیو تولید

کندز کې د صنعت او سوداګرۍ خونې د صادراتو او وارداتو د مسوول مسعود وحدت په وینا، کندز کې غالۍ اوبدونکي په تېر یوه کال کې ۲۷ زره او ۵۰۰ متر مربع غالۍ تولید کړې چې له دې جملې ۴۰۰۰ متر مربع یې تاجکستان او پاتې نور د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته صادرې شوې دي.

هغه دوام ورکړ چې همداراز د دغو تولیداتو یوه برخه په هغو نندارتونونو کې چې د موسسو له خوا رامنځته شوي وو، اروپایي او امریکایي هېوادونو ته صادر شوي دي.

وحدت زیاتوي: «په تېر یوه کال کې په هېواد کې د غالیو صنعتکارانو تولید کم شوی دی؛ البته د دغه وضعیت لامل د بهرنیو موسسو او ملاتړو له خوا د هغوی نه ملاتړ دی چې مخکې د هغوی له خوا ترې ملاتړ کېده.»

له دې ټولو سره سره د غالۍ صنعتکارانو ویلي، چې د کورنیو صنایعو په برخه کې د طالبانو ادارې له خوا د اوږدمهاله ملاتړکوونکو پروګرامونو د نشتوالي ترڅنګ، هېواد کې وروستي بدلونونه د بنسټیزو ستونزو له عواملو څخه دي او په دغه ولایت کې یې د صنعتکارانو پر کاروبار منفي اغېزه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې غالۍ له هېواده بهر د افغانستان له ترټولو اصلي صادراتي توکو دي او د افغانستان غالۍ په نړۍ کې ډېر شهرت لري.