د حماس یو سیاسي مشر اسماعیل برهوم په غزه کې د اسراییلو په بریدونو کې ووژل شو. اسماعیل برهوم مخکې ټپي شوی و او په ناصر روغتون کې تر درملنې لاندې و.
دا په تیرو دوو ورځو کې د حماس دوم مشر دی چې د اسراییلو له لوري وژل کیږي.
روغتیايي سرچینو الجزیرې ته ویلي چې د دوشنبې ورځې له سهاره تر دې دمه، نږدې ۲۱ کسان د غزې په تړانګه کې وژل شوې دي.
په ننني بریدونو کې په خان یونس ښار کې د ناصر روغتون هم په نښه شوی، د روغتون مشر وویل چې د روغتون د نارینه وو د جراحۍ څانګه، چیرې چې د روانو نښتو د ډیریو ټپیانو او ناروغانو درملنه پکې کېږي هم په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.
د ناصر روغتون په برید کې دوه کسان ووژل شول، چې یو هم د حماس د ډلې مشر اسماعیل برهوم هم پکې شامل و.
د ناصر روغتون رییس، عاطف الحوط، وایي: «ډیری طبي کارمندان او ناروغان چې مختلف ټپونه یې درلودل هم ټپیان شوي دي. “د هغه ویرې سربیره چې په ټول کمپلیکس کې رامینځته شوه، د وارډ د دیوالونو او چتونو د نړیدو له امله دغه برخه په بشپړه توګه له منځه لاړه، او دوامداره هوایی بریدونو زموږ ټیم دې ته اړ کړ چې د روغتون دا خالي کړي. لکه څنګه چې هرڅوک پوهیږي، د ناصر طبي کمپلکس د غزې په تړانګه کې یو له څو فعالو روغتونونو څخه دی.»
اسماعیل برهوم، چې له مخکې ټپي شوی و، د ناصر روغتون کې تر درملنې لاندې و.
خو د اسراییلو د دفاع وزیر اسراییل کتز د حماس غړي تورنوي چې دوی په ملکي سیمو کې له ملکي وګړو د ډال په توګه کار اخلي.
د اسراییلو د دفاع وزیر یو ځل بیا د غزې په تړانګه کې له خلکو وغوښتل چې د حماس له خوا کارول کېدونکي سیمې پرېږدي.
دا په تیرو دوو ورځو کې د حماس دویم مشر دی چې د اسراییلو په بریدونو کې وژل کیږي.
صلاح البردویل پرون د مواصي په کمپ کې ووژل شو.
د راپورونو له مخې په خان یونس کې د نن ورځې په بریدونو کې لږ تر لږه درې جوماتونه او څو موټرونه هم له منځه تللې دي.
بلخوا د غزې په تړانګه کې د اسراییلو ځمکني بریدونه دوام لري.