افغانستان

له ۹ میاشتو درېدو وروسته د فاریاب د کووېد ۱۹ روغتون د فعالیت بیا پیلېدل

د هېواد په شمال کې د فاریاب ولایت روغتیایي مسوولان وایي چې په دغه ولایت کې د کووېډ ۱۹روغتون فعالیت له ۹ میاشتو درېدو وروسته بیا پيل شوی.

دغه لس بستریز روغتون له ۲۷ کارکوونکو سره نهه میاشتې وروسته د ملګروملتونو سازمان د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په مالي ملاتړ د کووېډ ـ ۱۹ ناروغانو ته د روغتیایي خدماتو وړاندې کول پيل کړي دي.


د فاریاب د کووېډ ـ ۱۹ روغتون رییس محمد زمان عظیمي د دغه روغتیایي مرکز د فعالیت له بیا پيل خبر ورکړی او له دغه مرکزه د ملاتړ پر دوام ټینګار کوي.
ښاغلي عظیمي زیاتوي: «پر کورونا د اخته ناروغانو د درملنې لپاره زموږ فعالیت بیا پیل شوی خو له روغتیایي مسوولانو او نړیوالو بنسټونو غواړو چې د فاریاب له کووېډ ـ ۱۹ روغتون څخه په دوامداره توګه ملاتړ وکړي.

د فاریاب ولایت د کووېډ ـ ۱۹ روغتون دروازه نهه میاشتې مخکې د کارکوونکو د معاش نه ورکولو او د روغتیا په برخه کې د نړیوالو مرستو له پرې کېدو وروسته د روغتیایي امکاناتو د نشتون له امله تړل شوې وه.


اوس په فاریاب کې روغتیایي مسوولان وایي چې د دغه مرکز د فعالیت له بیا پيل سره یې تر اوسه ۲۱۰ شکمنې بېلګې معاینه کړې چې له دې منځه ۲۸ یې مثبتې ګڼل شوې دي.


په همدې حال کې د فاریاب له کووېډ ـ ۱۹ روغتون څخه ځینې روغتیایي سرچینې که څه هم کره شمېر نه ورکوي، خو وایي د دغه مرکز د فعالیت د درېدو پرمهال لسګونه تنه پر کورونا ویروس اخته کسان په خپلو کورونو کې مړه شوي دي.
د فاریاب ولایت په کووېډ ـ ۱۹ روغتون کې متخصص جلال الدین صیاد وایي: «موږ په جریان کې یو له کله چې روغتون تړلی و لسګونه تنه په خپلو کورونو کې تر درملنې لاندې وو خو له بده مرغه مړه شول.»


په دې لړ کې د فاریاب ځینې اوسېدونکي چې د کورنۍ غړي یې پر دغه ویروس اخته دي د دغه مرکز له بیا پرانیستو د خوښۍ په څرګندولو سره دا روغتون د خلکو مهمه اړتیا بولي.


د دغه روغتون یو ناروغ لرونکی اکبر وایي: «خلک په خصوصي روغتونونو کې د خپلو ناروغانو د درملنې وس نه لري او د دغه مرکز په فعالېدو سره زموږ د ستونزه یوه لویه برخه حل شوې ده.»


فاریاب کې د دغه روغتون فعالیت په داسې حال کې درول شوی چې لا هم وژونکی ویروس له خپل څلورم ډول (اومیکرون) سره په افغانستان کې د خپرېدو په حال کې دی.

اخوا، د هېواد له روغتیایي برخې په ځانګړې توګه له کورونا ویروس سره د مبارزې په درشل کې د نړیوالې ټولنې د مرستو له کمېدو سره د ناروغانو د درملنې بهیر له ننګونو سره مخ شوی دی.


د خپرو شویو راپورونو له مخې ډېری روغتیایي مرکزونه د امکاناتو د نشتون او د کارکوونکو او ډاکترانو د معاشونو د نه ورکړې له امله تړل شوي دي.

کورونا ویروس په تېرو درېیو کلونو کې د افغانانو پر وړاندې یو جدي ګواښ او لویه ستونزه وه او د دغه ویروس له امله زیات شمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.


په دې موده کې، نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې له کورونا ویروس سره د مبارزې او خلکو ته د روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې همکاري کړې ده.


نړیوال بانک د تېر کال د اګسټ تر پنځلسمې له کورونا سره د مبارزې لپاره د افغانستان د روغتیایي سکتور ترټولو لوی ملاتړ کوونکی و؛ خو له هغې نېټې وروسته یې په دغه برخه کې خپلې مرستې بندې کړې.


افغانستان کې ۸ میلیون تنو د کورونا واکسین ترلاسه کړي
په عامې روغتیا وزارت کې مسوولان بیا پر کورونا ویروس د اخته کسانو لپاره د ټولو روغتیایي مرکزونو له فعالیت ډاډ ورکوي او وایي د دغه ګواښ پروړاندې د سختې مبارزې هڅې روانې دي.


د هېواد د عامې روغتیا ویاند زمان شرافت وایي: «هېواد کې د کورونا ویروس لپاره ځانګړي شوي مرکزونه اوس هم فعال دي او د خدماتو پروړاندې کولو بوخت دي.»


که څه هم ښاغلی زمان د کوم ځانګړي سازمان نوم نه اخلي؛ خو وایي چې له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د خدماتو د وړاندې کولو له برخې سره د نړیوالې ټولنې مرستې تر اوسه دوام لري.


د دغه وزارت ویاند همداراز وایي: «خلکو ته د دغه ویروس له خطرونو د پوهاوي ترڅنګ د واکسین د تطبیق بهیر هم دوام لري. تر اوسه تر اته میلیونه زیاتو افغانانو د کورونا واکسین ترلاسه کړي.»


له دې مخکې هم د افغان ـ جاپان روغتون مسوولانو رسنیو ته د روغتیا د نړیوال سازمان له ملاتړ څخه خبر ورکړی و او ویلي یې دي چې د دغه روغتون د کارکوونکو معاش له پنځو میاشتو وروسته د یونیسف دفتر له خوا ورکول شوي دي.

که څه هم دغه مسوولان له کورونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د مالي ملاتړونو له شتون څخه خبرې کوي، خو په هېواد کې یو شمېر ډاکتران په هېواد د تشخیص کېټونو، درملو او د اکسیجن کموالي د کورونا د درملنې مرکزونو اړتیاوې بولي.


سره دې چې په تېرو درېیو کلونو کې د دغه ویروس د پوره مخنیوي لپاره هڅې ناکامې وې او دغه ویروس په هېواد کې د زیاتو کسانو ژوند اخیستی، خو اوس هم وګړي روغتیایي ټکو ته کمه پاملرنه کوي.


د هېواد یو شمېر ډاکتران او وګړي د دغه ویروس د پراختیا د مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته د خلکو له بې پامۍ د اندېښنې په څرګندولو سره د روغتیایي ټکو د رعایت غوښتنه کوي.


د بلخ یو اوسېدونکی احمد فرید له دغه خطر سره د مبارزې لپاره د خلکو پر رول ټینګار کوي او وایي: «خلک یوازې باید ماسک وکاروي او روغتیایي خبرداري ته پاملرنه وکړي ترڅو دغه ویروس کم خپور شي.»


له دې ټولو سره که څه هم افغانستان د نړیوالې ټولنې په مرسته له کورونا سره د مبارزې لپاره ډېر مالي لګښت کړی، خو د خپرو شویو رسمي شمېرو له مخې له ۲۰۱۹ کال راهیسې په افغانستان کې تر ۱۸۷ زره تنو زیات پر کورونا ویروس اخته شوي دي چې له دې منځه تر ۷ زره او ۷۵۰ تنه زیات یې مړه شوي دي.