افغانستان

طالبانو په بامیان کې د ښوونیزو فعالیتونو دوه بریټانوي مسؤلین نیولي

طالبانو دوه بریټانوي وګړي، چې په بامیان ولایت کې یې د ښوونیزو فعالیتونو چارې پر مخ وړلې، نیولي دي. د دې جوړې خپلوان وایي، پيټر او باربي رینولډز د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سلواغې په ۱۳مه نیول شوي او تر اوسه یې د وضعیت په اړه معلومات نشته.

د بریټانیا «سنډې ټایمز» ورځپاڼې د دې جوړې د اولادونو له خولې راپور ورکړی، چې پيټر او باربي رینولډز له ۱۸ کلونو راهیسې په افغانستان کې ښوونیز پروګرامونه پلي کړي او له اوږدې مودې راهیسې په بامیانو کې اوسېدل. د دغو بریټانیایی اتباعو په کابل کې د ماشومانو او میندو لپاره پنځه ښوونیز پروژې او په بامیانو کې یوه بله پروژه پلي کړې وه.

د بریټانیا «سنډې ټایمز» ورځپاڼې راپور ورکړی، چې طالبانو دوه زاړه بریټانویان چې خاوند او مېرمن دي او نږدې ۲۰ کاله یې په افغانستان کې د ماشومانو او میندو لپاره ښوونیز فعالیتونه ترسره کړي، نیولي دي، او د دوی د وضعیت په اړه هېڅ معلومات نشته. پيټر او باربي رینولډز، چې ۱۸ کاله یې په افغانستان کې بېلابېل ښوونیز پروګرامونه پلي کړي، د سلواغې په ۱۳مه نېټه هغه مهال ونیول شول، کله چې دوی د بامیانو ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې له «زارین» هوايي ډګر څخه د خپل کور په خوا روان ول.

د دې نیول شوې جوړي اولادونو د دوی د خوشې کېدو غوښتنه کړې او په یوه پرانیستې لیک کې یې لیکلي، چې مور او پلار یې یوازې د افغانستان د خلکو د خدمت لپاره دې هېواد ته تللې دي.

د پيټر او باربي رینولډز د اولادونو د لیک په یوه برخه کې راغلي: «موږ درک کوو چې په ځینو مواردو کې د بندیانو تبادله ستاسو د حکومت او لوېدیځو هېوادونو لپاره ګټوره وه. خو زموږ مور او پلار تل خپله ژمنتیا افغانستان ته څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دوی غوره بولي خپل ژوند قرباني کړي، تر دې چې د باج ورکولو یا د تبادلې د خبرو اترو برخه وي.»

د سنډې ټایمز د ورکړل شویو جزئیاتو له مخې، پيټر ۸۰ کلن او باربي رینولډز ۷۵ کلنه ده، او دوی په ۱۹۷۰ کال کې په کابل کې واده وکړ. دغې جوړې له ۲۰۰۶ زږدیز کال راهیسې په افغانستان کې ژوند کاوه او نږدې دوه لسیزې یې د زده‌کړو په برخه کې فعالیت درلود. دوی د طالبانو په خوښه د ماشومانو او میندو لپاره پنځه ښوونیزې پروژې او بله یوه پروژه په بامیانو کې تر کار لاندې لرله. دغې جوړې په افغانستان کې د “بیاځلې رغونې” په نوم بنسټ هم درلود.

ښوونکې، زرغونه، وایي: «طالبان باید هغه کسان و نه‌ نیسي او ونه‌ پوښتي چې په صادقانه توګه د زده‌کړو په برخه کې کار کوي، هغه برخه چې نن د افغانستان له اساسي اړتیاوو څخه ده. دا کار به د زده‌کړو په برخه کې شته لږې مرستې هم له منځه یوسي او د زده‌کړو وضعیت به تر نن لا خراب کړي.»

دې بریټانوي جوړې په پیل کې له خپلو څلورو اولادونو سره اړیکه درلوده، خو درې ورځې وروسته یې اړیکه پرې شوه. په خپل وروستي اړیکه کې، دوی خپلو اولادونو ته وویل چې د طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې ساتل کېږي، خو له هغه وروسته یې د وضعیت په اړه هېڅ ډول معلومات نشته.

طالبانو تر اوسه د دې بریټانوي جوړې د نیولو په اړه کوم دریځ نه دی څرګند کړی. تر دې مخکې، د طالبانو د زندانونو د تنظیم ادارې د روان لمریز کال په سنبلې میاشت کې آمو ته ویلي وو چې د ګاونډیو هېوادونو د اتباعو په ګډون، ۱۵۰ بهرني زندانیان د طالبانو په زندانونو کې بنديان دي.