افغانستان

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ۵۳۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

د ملګرو ملتونو اړوند د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې په افغانستان کې د لوږې بحران ورځ تر بلې ژورېږي او میلیونونه وګړي، په ځانګړې توګه ښځې، ماشومان او راستنېدونکي، له جدي خطر سره مخ دي.

یادې ادارې ویلي چې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره د مرستو د دوام په موخه په بېړنۍ توګه ۵۳۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د دې سازمان د وروستیو ارزونو له مخې، شاوخوا ۹.۵ میلیونه افغانان له شدیدې خوراکي ناامنۍ سره مخامخ دي، او ۴.۶ میلیونه ښځې او ماشومان د خوارځواکۍ له ستونزې رنځ وړي. د افغانستان نفوس شاوخوا ۴۶ میلیونه تنه اټکل شوی.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي، افغانستان لا هم د نړۍ له جدي خوراکي بحرانونو څخه یو تجربه کوي؛ تر دې کچې چې له هر پنځو تنو څخه یو تن نه پوهېږي چې د راتلونکې خوړو وعده به له کومه چمتو کړي.

یاد سازمان دا بحران د څلورو لسیزو جګړو، اقتصادي سقوط، پراخې بې‌وزلۍ، پرله‌پسې طبیعي آفتونو او سخت اقلیم بدلونونو پایله بولي. د ملګرو ملتونو په وینا، افغانستان دا مهال د خپل تاریخ تر ټولو شدید د خوارځواکۍ څپه تجربه کوي.

اندازې ښيي چې په ۲۰۲۵ کال کې به شاوخوا ۳.۵ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، له خوارځواکۍ سره مخ وي – دا شمېره د تېر کال پرتله نیم میلیون زیاته ده. سربېره پر دې، ۱.۲ میلیونه حامله او شیدې ورکونکې ښځې بیړنیو درملنو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې ښځې او نجونې تر نورو زیات د دې بحران تر اغېز لاندې راغلي، ځکه ټولنیزو محدودیتونو هغوی نور هم څنډې ته کړي. دا اداره ټینګار کوي چې لا هم به ښځینه سرپرسته کورنۍ، او زیان‌پذیرې ښځې او نجونې د خپلو مرستو په لومړیتوب کې وساتي.