افغانستان

په دایکنډي کې د يو ترافيکي پېښې له امله يو تن ژوند بایللی

په دایکنډي کې د ترافیکې پېښې انځور

په دایکنډي ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن وژل شوی او ۱۴ نور ټپيان شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د دایکنډي د امنیې قوماندانۍ دا پېښه تأیید کړې او ويلي يې دي چې دا پېښه د اسد د ۱۰مې نېټې ماښام د نيلي ولسوالۍ اړوند سيمه کې رامنځته شوې ده.

د طالبانو په وينا، د ټپيانو په ډله کې ماشومان او ښځې هم شامل دي.

پېښه هغه مهال رامنځته شوې، کله چې د فلان‌کوچ ډوله موټر له اصلي سرک منحرف شوی او چپه شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد ډېر شمېر اوسېدونکي وايي، په دې وروستيو کې د ترافيکي پېښو کچه په بې‌ساري ډول لوړه شوې ده.

تر دې وړاندې، په بدخشان ولايت کې په دوو جلا ترافيکي پېښو کې اووه تنه وژل شوي او يو تن سخت ټپي شوی و.

د خلکو په وينا، د سړکونو خرابوالی، د ترافيکي نښو نښانو نشتوالی او د موټر چلوونکو بې‌احتياطي د دغو پېښو مهم عوامل دي.