د طالبانو له منځه د دوه سرچینو په ګډون، درې باخبره سرچینې آمو ته وایي، چې سږکال د بګرام په هوایي اډه کې د اګسټ د ۱۵مې په مناسبت د طالبانو د نظامي رسم ګذشت لپاره چمتوالۍ ورو او بې خونده پيل شوې ده.
سرچینې تینګار کوي، چې د بګرام په هوایي اډه کې د طالبانو د نظامي رسم ګذشت په اړه د ډونالډ ټرمپ وروستي دریځونه، په دغو چمتووالو اغېز پریښی دی.
دغه باخبره سرچینې همدا راز زیاتوي، لا هم روښانه نه ده، چې سږکال به د اګسټ په ۱۵مه د بګرام په هوایي اډه کې د طالبانو نظامی رژه ترسره شي او که نه، ځکه د دوی په وینا؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې مخکې په دغه هوایي اډه کې د طالبانو د هغه نظامي رسم ګذشت پر وړاندې توند غبرګون ښودلی و، چې د پاتې امریکايي وسلو او تجهیزاتو په ښودلو سره یې ترسره کاوه.
ټرمپ په دې اړه دومره غوسه و، چې ویل یې په افغانستان کې پاتې وسلې او نظامي تجهیزات باید بېرته وګرځول شي، هغه غوښتنه چې طالبانو تل رد کړی دی.
