سوداګري

د هندي توکو لومړنۍ محموله د اورګاډي له لارې افغانستان ته ورسېده

د افغانستان او ایران د رېل پټلۍ د پراختیا کنسرسیوم اجرایوي مدیر ویلي دغه چې د سې شنبې په ماښام، د بادامو او د غوړو دانو بار وړونکي واګونونه د خواف-هرات اورګاډي له لارې د هرات «روزنک» تم‌ځای ورسېد.

د ایران د ښار جوړولو وزارت او ایرانی شرکتونو د شمېرو له مخې، د روان لمریز کال له پیل راهیسې تر دې دمه له ۳۰ زره ټنه ډېر سوداګریز او ترانزیتي توکي د خواف-هرات اورګاډي له لارې لېږدول شوې دي.

دا د هندي توکو لومړنۍ محموله ده، چې د اورګاډي له لارې افغانستان ته ورسېده.