حماس ډلې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خبرو په اړه چې د غزې د پېرلو او مالکیت په اړه یې کړې وې، ویلي چې د ټرمپ دغه طرحه به ناکامه کړي او د غزې سپارلو ته به تسلیم نشي
له بلې خوا بیا د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان لویدیځ هېوادونه په ځانګړې توګه امریکا یې تورنه کړله چې غواړي تهران په جګړه کې ښکېل کړي تر څو د خپلو کورنیو مسائلو حل ته وخت پیدا نکړي.
حماس د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تیرې ورځې د خبرو په غبرګون کې چې د غزې د پېرلو او مالکیت په اړه یې کړې وې، ویلي چې د ټرمپ طرحه به ناکامه کړي.
د حماس ډلې مشر خلیل الحیه د دوشنبې په ورځ په تهران کې د ایران د اسلامي انقلاب د بریا په ۴۶مه غونډه کې وویل، چې دوی به خپل مقاومت ته دوام ورکړي او د غزې سپارلو ته به تسلیم نشي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د ایران د رهبرۍ یو شمېر نورو غړو لویدیځ یې په سیمه کې په بې ثباتۍ او تهران په جګړه کې په ښکېلولو تورن کړ تر څو نورو چارو او اقتصادي مسائلو د حل وخت پیدا نکړي.
مسعود پزشکیان، د ایران ولسمشر، وایي: «موږ که له غزې دفاع کوو، له مظلوم څخه دفاع کوو. موږ چې له فلسطین څخه دفاع کوو، له هغه یرغل څخه یو شمېر راغلل څو دوی له خپل هېواده وباسي، موږ له دغو مظلومینو دفاع کوو.»
دا په داسې حال کې ده، چې ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د غزې تړانګه به وپېري او حماس ته د بیا میشتېدنې اجازه نه ورکوي.
یوه ورځ وړاندې، د اسرایلو لومړي وزیر هم په یوه مرکه کې وویل، چې د فلسطین هېواد باید په سعودي عربستان کې جوړ شي، چې د نوموړي دغه خبره د عربي هېوادونو له کلک غبرګون سره مخ شوه او دغه څرګندونې وغندل شوې.