یو امریکایي چارواکي، چې نوم یې نه دی افشا شوی، ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ته بلنه ورکړې، چې راتلونکې اوونۍ سپینې ماڼۍ ته سفر وکړي.
دا د ټرمپ د واکمنۍ له پیل راهیسې، امریکا ته د يوه هېواد د مشر دویم سفر دی، چې د ولسمشر ټرمپ په رسمي بلنه ترسره کېږي. تر دې مخکې، د اسراٸیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ټرمپ په بلنه د سپینې ماڼۍ ته تللى و.
دا په داسې حال کې ده، چې د جنورۍ په ۲۷مه ډونلډ ټرمپ له نرېندرا مودي سره ټلېفوني خبرې کړې وې، چې پکې یې د کډوالو، د امریکا د امنیتي تجهیزاتو د پيرودولو زیاتوالي، او د امریکا-هند دوه اړخېزو سوداګریزو اړیکو پر اهمیت ټينګار کړى و.
هند د امریکا ستراتیژیک شریک بلل کېږي، او دواړه هېوادونه هڅه کوي د چین پر وړاندې یو ګډ دریځ خپل کړي. هند غواړي له امریکا سره خپلې سوداګریزې اړیکې لا پراخې کړي، او د هندي مسلکي کارکوونکو لپاره د کاري ويزو ترلاسه کول اسانه کړي.
د راپور له مخې، هند همداراز هڅه کوي چې له هغو تعرفو څخه ځان وساتي، چې ټرمپ یې په تېر کې د وضع کولو ګواښ کړی و، ځکه امریکا د هند پر ځینو امریکایي محصولاتو د لوړو تعرفو شکایت درلود.
امریکا د هند تر ټولو لوی سوداګریز شریک هم دی، او د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ د دواړو هېوادونو دوه اړخېزه سوداګري له ۱۱۸ میلیارد ډالرو واوښتله. په دې موده کې، هند ۳۲ میلیارد ډالر سوداګریز اضافي عاید درلود.