افغانستان

پنجشېر کې د تاوتریخوالو دوام؛ طالبانو ۷۰ ملکي وګړي نیولي دي

وروسته له هغې چې د طالبانو مشر ملا عبدالقیوم ذاکر د پنجشېر ولایت او د بغلان د اندراب لپاره د پوځي مسوول په توګه وګوماره، طالبانو د پنجشېر ولایت د «درې» ولسوالۍ اړوند عبدالله خېل سیمه کې لسګونه ملکیان ونیول او دغه ولایت ته یې سلګونه تازه دمي ځواکونه ولېږل.

په پنجشېر ولایت کې دوو ځایي سرچینو آمو ټلوېزیون ته وویل: وروسته له هغې چې طالبان د مقاومت جبهې د یوه غړي، قوماندان ملک پر نیولو بریالي نه شول د دې ډلې کسانو د دغه ولایت له «درې» ولسوالۍ څخه تر ۷۰ زیات ځوانان او لویان ونیول او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د طالبانو پروړاندې د مقاومت کوونکو د جګړې مخه دې ونیسي او یا یې دې له دغې سیمه څخه ولاړ شي.

یوه سرچینه چې د امنیتي مسایلو له امله نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وایي: «طالبان له درېیو ورځو راهیسې له خلکو سره ناوړه چلند کوي. (طالبان) کلیو ته راځي او له خلکو غواړي چې مقاومت کوونکو ته وایي چې له جګړې څخه دې لاس واخلي یا دا سیمه پرېږدئ.»

په همدې حال کې یوه خبره سرچینه آمو ټلوېزیون ته وایي چې طالبانو پنجشېر ته د لا زیاتو ځواکونو په لېږلو سره تازه درې ښوونځي په پوځي مرکز بدل کړي دي.

دغه سرچینه زیاتوي: «طالبانو د بازارک لېسه، ګلاب الدین لېسه او د محمد پناه شهید منځنی ښوونځی په پوځي مرکزونو بدل کړي دي.»

له دې مخکې یو سند د آمو ټلویزیون لاس ته رسېدلی و چې له مخې یې طالبانو په پنجشېر او کاپيسا ولایتونو کې ۳۲ ښوونځي او مدرسې په خپلو پوځي مرکزونو بدل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رییس نصرالله ملک زاده وایي چې په پنجشېر کې هېڅ ملکي وګړی نه دی نیول شوی او هغه ویډیو چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي مخکینۍ ده.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په یوه فرمان کې د دې ډلې یو لوړپوړی قوماندان ملا عبدالقیوم ذاکر د پنجشېر ولایت او د بغلان د اندراب لپاره د پوځي مسوول په توګه وټاکه.

کارپوهانو وړاندوینه کړې چې له دغې ګومارنې سره به په دې سیمو کې د ملکي وګړو پروړاندې تاوتریخوالی زیات شي.