د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وايي، که د پاکستان د استخباراتي چارواکو (آی اېس آی) د هېواد د پخوانیو مشرانو سره د لیدنې خبر چې اوس په ترکیه کې دي ریښتیا وي، نو دا یوه «بد نښه» ده او اسلام آباد د دوی د ګمارلو په وسيله په افغانستان کې د تاوتریخوالي د خپرول په لټه کې دی.
ښاغلي خلیلزاد پر اېکس لیکلي چې که دا خبر ریښتیا وي، نو آى اېس آى به دا مشران د عاملینو په توګه وګماري ترڅو دوی د افغانستان له بې وزلو ځوانانو څخه «په افغانستان کې د تاوتریخوالي او مرګ خپرولو لپاره کار واخلي پداسې حال کې چې دوی به پخپله په جلاوطنۍ کې په آرامۍ سره ژوند کوي».
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی استازی وايي: «دا پخواني افغان مشران باید وپوهیږي چې د آی اېس آی په لوبو کې ونه کارول شي. ډېر احتمال لري چې آی اېس آی غواړي له دې مشرانو او ګمارل شویو کسانو څخه د طالبانو سره د معاملې د وسیلو په توګه کار واخلي ترڅو امتیازات ترلاسه کړي او بیا یې خوشې کړي؛ لکه څنګه چې ځینو يې په تېرو وختونو کې تجربه کړې ده.»
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې په ترکیه کې له یو شمېر پخوانیو افغان جهادي مشرانو سره د پاکستان د استخباراتي ادارې غړو د لیدنو په اړه راپورونه خپاره شوي وو.
خو د هېواد دغو پخوانیو جهادي مشرانو، چې ځینو یې په دې وروستیو کې د «افغانستان د نجات لپاره د مقاومت عالي شورا» په نوم یوه شورا جوړه کړې ده، د سلواغه په ۱۳مه، د شنبې په شپه د پاکستان د استخباراتي ادارې له چارواکو سره د لیدنو په اړه خپاره شوي راپورونو رد کړل.
د دغې شورا په خبرپاڼه کې راغلي: «د پاکستان د آى اېس آى له پلاوي سره د مقاومت د عالي شورا د غونډې په اړه خپرې شوې اوازې په بشپړه توګه دروغ، بې بنسټه او د دې شورا د اغېزمنو فعالیتونو د کمزوري کولو په موخه یو سایبري برید دی. د ملي مقاومت عالي شورا د هېواد له وضعیته په ژور درک د موجوده بندښت سره د مقابلې او بریالي کېدو، د بشریت پر وړاندې د طالبانو د جنایتونو د دوام مخنيوي، وضعیت بدلولو او د ډیموکراسۍ راستنولو لپاره هیڅ هڅه او قرباني ونه سپموي.»
د یادونې وړ ده چې عبدالرشید دوستم، صلاح الدین رباني، عبدالرب رسول سیاف، محمد محقق او کریم خلیلي د هغو شخصیتونو له ډلې څخه دي چې «د افغانستان د نجات لپاره د مقاومت عالي شورا» کې غړيتوب لري.
مخکې له دې، د آی اېس آی د پلاوي د دغو پخوانیو مشرانو سره د لیدنې موخه د طالبانو د سیاسي مخالفینو سره د پاکستان د اړیکو زیاتول او په اسلام آباد کې د دوی د سیاسي دفتر بیا پرانیستل بلل شوي وو.