نړۍ

ټرمپ د ناتو له غړو وغوښتل چې د خپل ناخالص کورني تولید ۵ سلنه دفاعي بودجې ته ځانګړې کړي

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ، د اوکراین د جګړې او د روسیې د دوامداره ګواښونو په ترڅ کې، د ناتو له غړو هېوادونو وغوښتل، چې خپل ۵ سلنه ناخالص کورني تولید د دفاعي بودجې لپاره ځانګړی کړي.

د نیویارک پوسټ د راپور له مخې، ټرمپ ویلي: «موږ له خپلو متحدینو تمه لرو چې خپله ونډه ادا کړي، او هغوی باید خامخا دا کار وکړي.»

دا غوښتنه په داسې حال کې شوې چې د ناتو غړي هېوادونه له تېرو لسو کلونو راهیسې یوازې ۲ سلنه کورنى ناخلص توليد د دفاع لپاره لګوي.

بلخوا، د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایک والتز وایي چې ټرمپ د ناټو هغه غړي تر فشار لاندې راولي چې خپل مالي ژمنې نه عملي کوي.

په راپور کې راغلي چې د امریکا ځینې مهم متحدین د اوږدې مودې راهیسې د امریکا د دواړو ګوندونو (جمهوري‌ غوښتونکو او ډيموکرات) له غوښتنو سره سره، د ناټو د مالي مکلفیتونو څخه په شا شوي دي.

مایک والتز زیاتوي: «ولسمشر ټرمپ بالکل سم وایي چې زموږ متحدین باید د خپلې دفاع لپاره زیاته پانګونه وکړي.»

نوموړي واشنګټن پوسټ ته ویلي: «موږ د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې د تر ټولو لوی احتمالي جګړې په درشل کې یو، نو اوس د دې وخت دی چې اروپا له امریکا سره د خپل اتحاد ژمنتیا ثابته کړي، او خپل دفاعي لګښتونه لږ تر لږه ۵ سلنه کورني ناخالص توليد ته لوړ کړي.»

مایک والتز همداراز ویلي چې د امریکا نوې اداره به له اروپايي متحدینو سره «روښانه» خبرو ته دوام ورکړي، ترڅو د دغه تړون ټول غړي د دفاعي لګښتونو لپاره خپله ونډه زیاته کړي.