د روسیې خبري اژانس تأس د روسیې د ولسمشر د ویاند دیمیتري پیسکوف له قوله ویلي چې د امریکایي الوتکې د غورځېدو وروسته د ټرمپ او پوتین ترمنځ هیڅ ډول خبرې اترې نه دي شوي.
د دې پوښتنې دلیل په نسکوره شوې الوتکه کې د روسي اتباعو شتون بلل کیږي.
تر دې وړاندې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د الوتکې د غورځېدو په اړه د هغه او پوتین ترمنځ د ټېلېفوني خبرو اترو په اړه د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، «په دې اړه هیڅ بحث نه دی شوی، نه، نه، نه.»
د تأس د یوې ليکنې پربنسټ، چې د جمعې په ورځ، د سلواغه په ۱۱مه خپره شوه، خبریالانو دا ځواب داسې تعبیر کړى و چې ممکن ټېلېفوني خبرې شوی وي، خو د الوتکې د غورځېدو په اړه نه وي.
د امریکن ایرلاینز یوه مسافر وړونکې الوتکې او د امریکا د پوځ بلک هاک چورلکې د رونالډ ریګن واشنګټن ملي هوایی ډګر ته نږدې ټکر وکړ. د امریکن ایرلاینز الوتکه، چې د کنساس له ویچیتاى څخه روانه وه، ۶۰ مسافر او څلور د عملې غړي پکې سپاره وو. په چورلکه کې لږ تر لږه درې پوځي پرسونل سپاره وو.
له ټکر وروسته، دواړه الوتکې د پوټامیک سیند ته ولوېدې. تر اوسه پورې ۲۸ جسدونه له اوبو څخه ایستل شوي دي. امریکايي چارواکو ويلي چې هیڅوک ژوندي نه دي پاتې شوي.