بشري حقوق

پکتیکا کې ټي‌ټي‌پي او طالبان د خلکو سرې خولۍ ټولوي او ګواښي يې

له پکتیکا ولایت څخه سرچینې خبر ورکوي، چې پاکستاني طالبان له افغان طالبانو سره یو ځای د پښتون ژغورنې غورځنګ سرې خولۍ له خلکو په زور نیسي او هغوی ته ګواښونه هم کوي.

سرچینو ویلي چې پاکستاني طالبانو د پکتیکا ولایت د خیرکوټ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې له خلکو سرې خولۍ ټولې کړې دي.

سرچینې زیاتوي، چې پاکستاني طالبان د خیرکوټ بازار کې ګرځي، ځوانان دروي، تلاشي کوي، سرې خولۍ ترې اخلي او ورسره ګواښونه او سپکاوی هم کوي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم پاکستاني طالبانو له خلکو سرې خولۍ ټولې کړې او ګڼ شمېر ځوانان یې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ نیولي او شکنجه کړي دي.