کډوالي

ایران په یوه ورځ کې ۴۸۰۶ کډوال ایستلي

انځور له ارشیف څخه

د کډوالو په چارو کې د طالبانو عالي کمېسیون وايي، ایران تېره یوه ورځ (یکشنبه، د زمري ۱۹مه) ۴۸۰۶ افغان کډوال ایستلي دي.

د دې کمېسیون په وینا، یاد کډوال د هرات له اسلام‌کلا او د نیمروز اورېښمو پولو له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

همداراز، د طالبانو په وینا، پاکستان هم په تېره یوه ورځ کې ۷۸۴ افغان کډوال د تورخم، انګور اډه او سپین‌بولدک له لارو ایستلي دي.

د آمو موندنې د طالبانو د کډوالو په چارو کې د عالي کمېسیون له ورکړل شوو شمېرنو ښيي، چې یوازې په تېره یوه اوونۍ کې (د زمري له ۱۰مې تر ۱۷مې) له ایران څخه ۵۵ زره او ۳۸ افغان کډوال شړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو وزارت چارواکو د دې وزارت په کلنۍ راپور ورکولو غونډه کې په کابل کې ویلي، په تېرو درې میاشتو کې (ثور، غبرګولی او چنګاښ) له ایران څخه ۱.۸ میلیونه کسان شړل شوي دي.

بل‌خوا، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېسارۍ په افغانستان کې په یوه وروستي راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۳ د سپټمبر له ۱۵مې تر د روان میلادي کال د جون تر ۳۰مې نېټې، نږدې ۱.۲ میلیونه کسان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

سره له دې، دواړه هېوادونه د افغان کډوالو د شړلو بهیر لا پسې چټک کړی دی، او یو شمېر ستانه شوي کډوال وايي، د جبري ستنېدو پر مهال له «وهلو ټکولو، د شتمنۍ له ضبط، غیرانساني چلند او سپکاوي» سره مخ شوي دي.