افغانستان

د درې سوه کارګرو مېرمنو لپاره د خیاطۍ زده کړې لپاره زمینه برابرول

په بلخ کې یو شمېر مېرمنو د پينځو وړیا روزنیزو مرکزونو، د ښځو لپاره د خیاطۍ د زده کولو زمینه برابره کړې ده.

دا روزنیز مرکزونه چې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ښځو په ځانګړي بازار کې جوړ شوي، د کابو درې سوه ښځو لپاره یې د خیاطۍ او ګلدوزۍ د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

د رابعه بلخي بازار چې په مزارشریف کې د ښځو ځانګړی بازار دی مسووله یې ددې فرصت د رامنځته کولو موخه چې د ښځو په شخصي لګښت جوړ شوی، له هغو مېرمنو ملاتړ بللی چې اوس له بې برخلک وضعیت سره مخ دي.

د بلخ بازار مسووله عابده وایي: «دا فرصتونه د ښځو د اقتصاد له پياوړتیا سره مرسته کوي او دا خپله د ښځو د ځان بسیاینې لپاره هڅه ده.»

د هغو مېرمنو لپاره چې په دغو روزنیزو مرکزونو کې روزل کېږي، له شپږو میاشتو وروسته به میاشتنی معاش هم ورکړل شي.

په دغه روزنیز مرکز کې ګډون والې، دا کار ښه فرصت بولي او وايي، د خیاطۍ د مډرنو ماشینونو نشتوالی، د اړتیا وړ وسایلو کمښت او له دغه راز پروګرامونو د ملاتړو پروګرامونو نشتوالی، د دوی اساسي ستونزې دي.

دغه یو شمېر مېرمنې وايي چې د ښځو لپاره د کاري فرصتونو برابرول، د کورنیو د اقتصادي ستونزو د اواري په لور مناسب ګام کېدای شي.

یوه بله مېرمن خالده ده چې د خیاطۍ د زده کړې لپاره دغه روزنیز مرکز ته ورځي.

هغه باوري ده: «کله چې ښځه وړتیا ولري، په ټولنه کې اغېزمنه کېدای شي، کار وکړي او زحمت وباسي.»

د خیاطۍ د زده کړې مرکز جوړونکې، ددې کار موخه د ښځو په وړاندې د توپیر او منفي لیدلوري مبارزه او د مېرمنو د وړتیاوو لوړول بولي.

ددغو مرکزونو یوه جوړونکې سمیرا د خیاطۍ له روزنیزو مرکزونو د ملاتړي پروګرامونو له نشتوالي شکایت کوي او وايي: «موږ په یوازې څه نه شو کولای، باید د حکومت ترڅنګ نور ملاتړي بنسټونه هم له موږ څخه ملاتړ وکړي.»

له بلې خوا، د ښځو لپاره ددغو کاري او روزنیزو فرصتونو رامنځته کول چې په تېر یوه کال کې د طالبانو له خوا له ډېرو محدویتونو سره مخ شوي، د ښځو حقونو د فعالینو له هرکلي سره هم مخ شوي دي.

په مزارشریف کې د ښځو حقونو یوه فعاله چې د امنیتي مسایلو له امله خپل نوم نه په ډاګه کوي، د دغه روزنیز فرصت په اړه د خوښۍ په څرګندولو سره ټینګار کوي: «افغان مېرمنې ډېره توانمني لري، که ورته فرصت ورکړل شي، په لویو حکومتي جوړښتونو کې اغېزمن فعالیتونه کولای شي.»

بل لوري ته د بلخ مرستیال والي له سوداګرو مېرمنو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د مناسبو پروګرامونو د برابرولو خبره کوي.

د بلخ مرستیال والي نورالهادي ابو ادریس د ښځو لپاره د زده کړو او کاري زمینو برابرولو لپاره د خوښۍ په څرګندولو سره وایي: «اسلامي امارت له هغو مېرمنو سره چې اسلامي شریعت ته پام کوي هېڅ مخالفت نه لري او موږ تل ترې ملاتړ کړی دی.

د خیاطۍ دغه روزنیز مرکز په داسې حال کې د مېرمنو لپاره جوړ شوی چې د طالبانو د سرپرست حکومت په رامنځته کېدو سره، ښځې له ډېرو ستونزو او محدودیتونو سره مخ شوې دي.

د کار په ځای کې د ښځو د حضور مخنیوی، له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل، د ښځینه خبریالانو د جامو محدودیت او د نجونو د ورزشي فعالیتونو مخنیوی، یوازې د محدودیتونو یوه برخه ده چې افغان مېرمنې او نجونې په تېر یوه کال کې ورسره مخ وې.