نړۍ

مولدوى او ټرانسډنیسټریا د ګازو د معاملې په اړه هوکړې ته ورسېدل

عکس از رانځور له رويټرز

مولداوى او د ترانسډنیسټریا بېلتون غوښتونکې سیمې د دوشنبې په ورځ، د سلواغه په لومړۍ نېټه یوې هوکړې ته ورسېدل، چې پر بنسټ به یې د سیمې اوسېدونکو ته، چې د روان کال له پیل راهیسې د برېښنا له بندېدو او سړې هوا سره مخ دي، ګاز لېږدوي.

د رویټرز په وینا، د ترانسدنسټريا اوسېدونکي د دوشنبې په ورځ پنځه ساعته د برېښنا له بندېدو سره مخ شول، سیمه ييزو چارواکو په وينا چې د لوړ پوړو اپارتمانونو اوسېدونکي له نږدې درېیو اونیو راهیسې بې تودوخې وو.

مولدوى د کړکېچ پړه پر مسکو اچوي او د روسیې له ګازپروم څخه یې غوښتي دي چې له ترکیې، بلغاریا او رومانیا څخه تېرېدونکي نل لیکې په ګډون له بدیل لارو ګاز ولېږدوي. خو ګازپروم وايي چې مولدوواى ته ګاز نه استوي او د ګازو د لېږلو لپاره د ګازپروم ټاکل شوې شمېره د مولداوى د مرکزي حکومت له خوا اختلافي ده.

دا په داسې حال کې ده، چې اوکراین د هغه تړون له نوي کولو څخه ډډه کړې چې له مخې یې د ګازو لوی شرکت ګازپروم ته د خپلې خاورې له لارې د لېږد اجازه ورکوي. یو اقدام چې د روسیې پلوه ټرانسډینیسټریا او همدارنګه د سلواکیا او اترېش پیرودونکو لپاره نوى باب پرانيزي.

د ترانسډیستریا د بېلتون غوښتونکو مشر وادیم کراسنوسلسکي وايي، د هغه سیمې دوه ورځې وړاندې د مولداوى اروپا پلوه چارواکو ته ویلي چې د مولداوى د ملي ګازو شرکت لخوا چمتو شوي ګاز منلو او تادیه کولو لپاره یوې معاملې ته چمتو دي.

کراسنوسلسکي د ځایی چارواکو سره په یوه ناسته کې وویل:« نن د جنورۍ شلمه ده او موږ هیڅ ځواب نه لرو. زه له تاسو څخه غواړم چې د دې مسلې له سیاسي کولو څخه ډډه وکړئ او د خلکو په اړه فکر وکړئ.»

هغه «د هغو خلکو د ګټې لپاره چې په خپلو اپارتمانونو کې يې يخ وهي، د ټولنیزو بنسټونو او شرکتونو ګټې لپاره چې د ګاز د نشتوالي له امله بې کاره دي، د عمل غوښتنه هم وکړه.»

ښاغلي کراسنوسلسکي وړاندیز وکړ چې ګاز دې د مولداوى پولې ته د یوه خپلواک، شخصي ګاز شرکت لخوا ورکړل شي.

له بلې خوا د مولداوى د حکومت مطبوعاتي سکرتر دانیل وودا ویلي چې چارواکي پر دغه وړاندیز غور کوي.

په ورته وخت کې د روسیې د دوما یوه غړي اېګور انانسکيخ ویلي، دی باور لري چې د يوې هوکړې په صورت کې به روسیه د ګازو په برخه کې مرسته وکړي.