نړۍ

ټرمپ واشنګټن ته رسېدلی او یوه ورځ وروسته به لوړه وکړي

د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د امریکا د هوايي ځواک په الوتکه کې، چې د جوبایډن له خوا د فلوریډا ایالت پام بیچ ته لېږل شوې وه، واشنګټن ته ورسېد.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلی ټرمپ د ورجینیا ایالت د ډالس هوايي ډګر ته له رسېدو وروسته د شنبې په ورځ واشنګټن ایالت په سټرلینګ ښار کې د ګلف کلب ته ولاړ او هلته له خپلې مېرمنې مالنیا ټرمپ، لور ایوانکا ټرمپ او د هغه زوم جرډ کوشنر د الوتنې سره یوځای شول.

ټاکل شوې ده چې ۷۸ کلن ډونالډ ټرمپ به نن (یکشنبه، د مرغومي ۳۰مه) په واشنګټن کې د مرکز ون آرنا سالون دننه له خپلو پلویانو سره وګوري او بلې ورځې (دوشنبې) په ماسپښین به د لوړې مراسم ترسره کړي.

د ډالس هوايي ډګر ته د رسېدو پر مهال د شاوخوا ۵۰۰ کسانو په حضور او د اور وژنې نندارې له خوا د هغه تود هرکلی وشو.

ټاکل شوې ده، چې د سړې هوا له امله د امریکا د منتخب ولسمشر د لوړې مراسم د دوشنبې په ورځ ۱۲ بجې د امریکا د کانګرېس د ودانۍ په روټونداى تالار کې تر سره شي او پریډ به هم د واشنګټن مرکز ون آرنا کې ترسره شي.

ددې مراسمو په لومړيو کې به هغه پرانیستې وینا وکړي؛ چې معمولا د څلور کلنې دورې لپاره د ولسمشر دريځ ټاکي.

ډونلډ ټرمپ اېن بي سي نیوز ته ويلي چې د هغه د وینا موضوع به «یووالی، ځواک او انصاف» وي.

دا د ۱۹۸۵ کال په جنورۍ کې د رونالډ ریګن د دویمې لوړې له مراسمو وروسته لومړی ځل دی چې دا ستره غونډه د امریکا د کانګرېس په ودانۍ کې ترسره کېږي.

دغه خبري آژانس ليکلي، چې له ٢٢٠ زرو څخه زيات د بلنې کارتونو لرونکو مېلمنو، چې ټاکل شوې وه د امريکا د کانګرېس له انګړ څخه د لوړې مراسم وګوري، د لوړې مراسم په ودانۍ کې نه شي ليدلى.

٢٠زرو څوکیو لرونکي کاپيټال ون آرنا د دغو مېلمنو یوازې یوه برخې ته ځاى ورکولاى شي. چې د پرانیستې مراسم به پکې خپاره شي او د هنرمندانو او د پریډ ګډون کونکي هم پکې خپل هنر نندارې ته  وړاندې کړي.