د ایران د ولسمشر مسعود پزشکيان د تاجکستان له سفر پای ته رسېدو وروسته، نوموړی نن جمعه( د مرغومي ۲۸مه) د ۲۰ کلن ستراتيژيك تړون د لاسليکولو لپاره مسکو ته رسېږي.
د ایران د اقتصادي نړۍ ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، دا ټولیز تړون به د ایران اسلامي جمهوریت او د روسیې فدراسیون ترمنځ اړیکې د راتلونکو ۲۰ کلونو لپاره تضمین کړي.
د «مېډل ایسټ آی» وېبپاڼې په یوه راپور کې مسکو ته د ولسمشر پزشکيان د جمعې د ورځې سفر ته په اشارې ویلي: « ټاکل شوې ده، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان او ولادیمیر پوتین، د روسیې ولسمشر د جنورۍ په ۱۷مه (د مرغومي ۲۸مه) په مسکو کې د هغه ستراتیژیکې همکارۍ تړون د لاسلیک لپاره وویني چې د کلونو راهیسې پرې بحث روان و.»
په مسکو کې د ایران سفیر وویل: «دا تړون به چې له اوږدې مودې راهیسې مو ورته انتظار کاوه د دواړو هېوادونو اړیکې د راتلونکو ۲۰ کلونو لپاره روښانه کړي.»
دا لومړی ځل نه دی چې ایران له یوه بل هېواد سره اوږدمهاله ټولیز تړون لاسلیکوي.
په ۲۰۲۱ کال کې، ایران له چین سره یو ۲۵ کلن تړون لاسلیک کړ چې مختلفې برخې یې په بر کې نیولې، لاسليك کړ.
یاد تړون د عامه خلکو ځینې نیوکې هم پارولې وې، ځکه ځینو شنونکو استدلال کاوه چې تهران چین ته ډېر امتیازات ورکړي دي.
په هغه وخت کې چارواکو وضاحت ورکړ چې دا تړون یوازې د یوې نقشې بڼه لري او په کره توګه مشخص تړونونه نه لري.
د ایران او روسیې نوی ټولیز تړون سپينې ماڼۍ ته د امریکا د منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ننوتو درې ورځې مخکې لاسلیک کېږي.
ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړي دوره کې د ۲۰۱۵ کال د ایران د اټومي تړون څخه، چې له شپږو لویو قدرتونو سره شوی و، ووت او پر ایران یې سخت بندیزونه ولګول.
دا کار د دې لامل شو چې ایران هم د دې تړون اټومي محدودیتونه له پامه وغورځوي، د یورانیمو شتمنې ذخیرې زیاته کړي او پرمختللي تجهیزات او سنتریفیوژونه نصب کړي ترڅو دا پروسه ګړندۍ کړي.
د جو بایډن په ولسمشرۍ کې د دې تړون د بیا احیا هڅې ناکامې شوې؛ خو ټرمپ په خپل ټاکنیزو کمپاینونو کې په سپټمبر میاشت کې یو ځل بیا وویل چې «موږ باید تړون وکړو.»