نړۍ

اسراٸيلو د اوربند له هوکړې وروسته د غزې په رفح او نصيرت هوايي بريدونه وکړل

په داسې حال کې چې اسراٸيل او حماس د چهارشنبې په ورځ د اوربند او د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په اړه هوکړې ته ورسېدل. فلسطيني اوسېدونکي او چارواکي وايي، چې تر لاسليک څو ساعته وروسته اسراٸيلي ځواکونو د غزې په سوېل کې د رفح او د غزې په مرکز نصيرت کې بريدونه وکړل او دغو بريدونو تر نن سهار (پنجشنبه، مرغومي ٢٧مه) دوام درلود.

د رویټرز په وینا په دغو بریدونو کې ۳۲ کسان وژل شوي او د غزې په دغو دوو سیمو کې یو شمېر کورونه ویجاړ شوي دي.

د ملکي مرستو رسونې خدمتونو او د غزې اوسېدونکو ویلي، په داسې حال کې چې خلکو په غزه او اسرائیلو کې د هوکړې نمانځنه کوله، د اسرائیلو پوځ له دې اعلان وروسته خپلو بریدونو ته زور ورکړ.

د اسراٸیلو او حماس وسله والې ډلې ترمنځ چې په غزه کې واکمني کوي، د یوه پېچلي اوربند تړون پرون (چهارشنبه، د مرغومي ۲۶مه) د قطر، مصر او امریکا په منځګړیتوب او له ۱۵ میاشتو وینې تویولو وروسته لاسلیک شو چې د فلسطین ساحلي ځمکې یې ویجاړې کړې او منځني ختیځ ته یې اور ورته کړ. .

په دې تړون کې په شپږو مياشتو کې د غزې له تړانګې د اسرائیلي ځواکونو تدریجي وتل هم شامل دي، چې په بریدونو کې يې لسګونه زره کسان وژل شوي دي. همدا راز د حماس یرغمل شوي بندیان به د فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې شي.

د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په دوحه کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دا اوربند به د راتلونکې اوونۍ د یکشنبې په ورځ نافذ شي. هغه وویل چې مذاکره کوونکي ذ اسراٸیلو او حماس سره د هوکړې د عملي کولو په موخه په راتلونکو اقداماتو کار کوي.

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر جوبایډن په واشنګټن کې په یوه غونډه کې وویل: «دا تړون به په غزه کې جګړه ودروي، د فلسطین ملکي وګړو ته به د اړتیا وړ بشري مرستې زیاتې کړي او یرغمل شوي کسان به له پنځلسو میاشتو بند وروسته له خپلو کورنیو سره یوځای کړي.»

د ښاغلي بایډن ځای ناستی او د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې ټاکل شوې په راتلونكو څلورو ورځو کې (د راتلونکې اونۍ دوشنبه) بېرته سپینې ماڼۍ ته راستون شي، ادعا وکړه چې د غزې په جګړه کې بریالی شوی دى.

په همدې حال کې یوه اسراٸیلي چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی ویلي:« د اسراٸیلو له خوا د دغه تړون منل به تر هغه چې د دغه هېواد د امنیتي کابینې او حکومت له خوا تصویب او د پنجشنبې په ورځ پرې رایه اچونه ونه شي، رسمي نه وي.»