په فاریاب ولایت کې د «قوش تیپې» تر نامه لاندې د افغانستان د کورنیو محصولاتو او تولیداتو نندارتون جوړ شو.
د طالبانو تر ادارې لاندې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، دغه نندارتون د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۴مه) پیل شوی او ټاکل شوې تر نن( سه شنبې په ورځ) به دوام وکړي.
دغه وزارت وايي، په دغه نندارتون کې ۴۲ غرفې شاملې دي چې د هېواد کورني تولیدات نندارې ته وړاندې کوي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه نندارتون موخه د کورنیو تولیداتو معرفي کول، له کورنیو تولیداتو د کارولو لپاره د هېوادوالو هڅول، د هېواد په اقتصاد کې د پیسو انتقال او له بزګرانو او صنعتکارانو ملاتړ دی.
دغه نندارتون د یوه خصوصي شرکت، د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د افغانستان د خصوصي سکټور په همکارۍ جوړ شوى دى.
ياد نندارتون په داسې حال کې جوړیږي چې افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته د فقر له زیاتوالي، اقتصادي بحران او د ناخالص کورني تولید له کمښت سره مخ دی. د اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي، چې د دغه وضعیت اصلي لامل له هېواد څخه د سترو پانګو تېښته، د کورنیو د پیرودلو د ځواک کموالی او د کورنیو تولیداتو کموالی دی.
په ورته نندارتونونو کې یوه د پام وړ مسله د ښځو په حضور باندې لګول شوي محدودیتونه دي. په ځینو ولایتونو کې طالبانو د محصولاتو او تولیداتو په نندارتونونو کې ښځې له ګډونه منع کړې دي.
د بېلګې په توګه، په روانه میاشت کې د طالبانو د قدرت په مرکز کندهار کې د کورنیو تولیداتو په درې ورځني نندارتون کې چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د ۱۵۰ تولیدي فابریکو استازو پکې ګډون کړی و، سیمه ییزو سرچینو رسنیو ته وویل چې طالبانو دغه نندارتون ته د ښځو د ورتګ مخه نیولې وه.
که څه هم طالبانو تر اوسه په رسمي ډول په نندارتونونو کې د ښځو د ګډون د بندیز په اړه څه نه دي ویلي، خو د دوی قوانین د ښځو پر ټولنیزو فعالیتونو سخت بندیزونه لګولي،چې پکې د مخ په ښکاره کولو، په لوړ غږ، او حتی په لوړ غږ لمونځ کولو باندې بنديزونه هم شامل دي.