سوداګري

افغانستان تېر کال د روسیې د اوړو ستر واردونکی و

انځور له آرشیف

د روسیې د کرنیزو صادراتو فدرالي مرکز خبر ورکړی چې افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې د روسیې د اوړو تر ټولو ستر واردونکی هېواد و، چې په وروستیو کلونو کې د روسیې د اوړو د وارداتو د حجم له پلوه د نړۍ په کچه مخکښ و.

دغه روسي بنسټ وايي، چې په تېر کال کې افغانستان له دغه هېواد څخه د ۸۰ میلیونو ډالرو په ارزښت اوړه اخیستي، چې د تېر کال په پرتله دوه برابره زيات دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اټکل له مخې تېر کال روسیې د نړۍ بازارونو ته د څه باندې ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت اوړه صادر کړي وو.

د روسیې تأس خبري آژانس لیکلي دي چې د تېر کال په پرتله د دغه هېواد د صادراتو اندازه د ارزښت له پلوه ۳ سلنه او د کمیت له پلوه ۷ سلنه زیاته شوې ده.

په همدې حال کې د روسیې د کرنیزو صادراتو فدرالي مرکز ویلي، چین تېر کال له افغانستان وروسته د اوړو د درېیو سترو واردونکو په ډله کې و.

د دغه روسي بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي چې ترکمنستان د هغو هېوادونو په کتار کې درېیم ځای لري چې له دغه هېواده اوړه واردوي.

د دغه راپور له مخې ایران ته د روسیې د اوړو صادرات ۱۸ برابره، منګولیا ته ۶ برابره، تایلنډ ته ۱،۹ برابره او قزاقستان او ازبکستان ته ۱،۶ برابره زیات شوي دي.

تأس وايي چې چین او د ګاونډیو هېوادونو بازارونه چې پر روسیې محصولاتو د ثابت تقاضا له مخې متکي بلل کېږي د روسیې لپاره مهم بازارونه ګڼل کیږي.

د روسیې د کرنیزو صادراتو فدرالي مرکز زیاتوي چې د روسیې د غنمو او جوارو اوړو صادرات به تر ۲۰۳۰ کال پورې له ۴۴۰ میلیون ډالرو څخه زیات شي.