په لاهور کې د پاکستان یوه متقاعد افسر احمد کمال شیخ ادعا کړې چې د دغه هېواد د څلورو پولیسو له خوا ځورول شوی دی.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ دغه متقاعد افسر زیاته کړې چې دغو څلورو پاکستاني پولیسو د هغه پیسې هم غلا کړې دي.
دغو رسنیو ویلي، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې احمد کمال شیخ د خپل کارکونکي جسد پخپل موټر کې چې د یوې ترافیکي پېښې له امله مړ شو و، خپلې کورنۍ ته لېږداوه.
دغه متقاعد پاکستانی افسر وايي، کله چې د ملتان ښار سړک ته ورسېد، نو څلورو پولیسو د هغه موټر ودراوه او هغه سره يې زور زياتى وکړ.
د هغه په وينا، د تنوير په نوم يو تن پوليس د کمال شېخ د موټر مخکنۍ چوکۍ کې کېناست او د هغه د همکار جسد يې تلاشي کړ او پيسې يې ترې غلا کړې.
هغه وايي، چې وروسته دغه پوليس دى او د هغه د همکار جسد سړک ته يوړ او هلته يې د باج ګيرۍ لپاره پرې کليپ جوړ کړ.
د پولیسو د استخباراتو د راپور پر بنسټ، دغو څلورو پولیسو متقاعد افسر دې ته اړ کړ چې بانک ته لاړ شي او د هغه د آى ټي اېم کارت له لارې ۲۵ زره کلدارې پیسې وباسي او دوى ته يې ورکړي.
هغه ادعا کړې، چې وروسته د پوليسو افسران د پېښې له ځايه وتښتېدل او پوليسو ته يې د موضوع د رسولو لپاره جدي ګواښونه وکړل.