افغانستان

د غیرقانوني کډوالۍ د یو قرباني کيسه چې د غلو په لومه کې ولوېد

A migrant on the way into an irregular journey.

د غیرقانوني کډوالۍ د یو قرباني چې د بېکارۍ له امله کډوالۍ ته اړ شو خو په دې لاره کې یې زنداني کېدل او سخت کار تجربه کړ، نوموړی هغو ستونزو ته په پام سره چې په دې لاره کې یې شاهد وو، نورو ته دا پیغام رسوي چې د غیرقانوني کډوالۍ لارې ته له تګ څخه ډډه وکړي.

دغه کس له آمو سره د جواد په مستعار نوم خبرې کړې کډوالۍ ته د مخه کولو لامل په اړه کيسه کوي، هغه وايي، په هېواد کې د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله يې د ښه ژوند د جوړولو لپاره د غیرقانوني کډوالۍ لاره غوره کړه.

جواد وايي:« کله چې حکومت بدل شو او نوی حکومت راغی، په دې حکومت کې همداراز دندې نه وې. ما ډیره هڅه وکړه چې د یوې کورنۍ مالي تمویل وکړم او د ښه او خوشحاله ژوند کولو توان ولرم، مګر ما په دې برخه کې هغه بریالیتوب ترلاسه نه کړ چې ما باید درلودی.»

هغه له یوه قاچاقبر سره اړیکه نیسي؛ او غیرقانوني سفر پیلوي.

جواد وايي:«ما پرېکړه وکړه چې ایران ته لاړ شم. یوه ورځ مې زنګ وواهه او ومې غوښتل له قاچاقبر سره خبرې وکړم. خبرې مو وکړې هغه ماته ویډیوګانې ولېږلې . داسې ویډیوګانې وې چې ما کولی شول په اسانۍ سره ایران ته لاړ شم. خو موږ د بیې په اړه هوکړه ونه کړه او بالاخره مو بیه وروستی کړه.»

د جواد په وينا، له لسګونو ستونزو سره ايران ته رسېدلى دى. د ایراني پوله ساتو له ډزو نیولې د لارې تر نورو ستونزو پورې…

جواد آمو ته وويل:«کله چې موږ د ایران پولې ته لاړو، ورسیدو، د ایران سرحدي پولیسو په موږ ډزې وکړې او موږ نشو کولی له سړک څخه تیر شو. بالاخره د داسې ستونزو په زغملو سره چې موږ په لاره کې ولیدلې، ایران ته ورسیدو.»

خو ایران ته د جواد د غیرقانوني کډوالۍ د سفر ستونزې څو چنده کیږي او هغه د غلو په دام کې لوېږي.

جواد وايي: «کله چې زه ایران ته ورسیدم، قاچاقبرانو زه پریښودم زه پخپله وم، نږدې ملګري مې وو، ډېر افغانان هم وو او موږ ایراني غلو ونیولو. دوی موږ دومره شکنجه کړلو چې تاسو باور وکړئ، په داسې حال کې چې د هغې اغیزې زما په پښو او شا کې دومره پاتې دي چې حتی زه یې تاسو ته وښایه، ستاسو زړه به زما لپاره وسوځي.»

جواد وايي، یو کال یې په ایران کې تېر کړ چې د هغه هېواد د پولیسو له خوا ونیول شو او بېرته افغانستان ته ستون شو.

جواد وويل: «په ایران کې، کله چې زه یو کال په ایران کې وم، سخت کار مې کاوه او ایراني پولیسو زه ونیولم او زندان ته یې بوتلم. زه په زندان کې ډیر شکنجه شوم او بالاخره هغوی زه افغانستان ته وشړلم او بیا افغانستان ت راغلم.»

له دې ټولو سره؛ هغه ټینګار کوي، د هغه څه پر بنسټ چې د غیرقانوني کډوالۍ په لاره کې یې تجربه کړې، د نورو لپاره پیغام لري چې د غیر قانوني کډوالۍ په لارو له تګ څخه ډډه وکړي.

د غیرقانوني کډوالۍ د ځینو قربانیانو په وینا، په هېواد کې «بې روزګاري، اقتصادي فقر او سیاسي بدلونونه» د غیر قانوني کډوالۍ له بنسټیزو لاملونو څخه دي. او له ډېرو کلونو راهيسې د افغانستان خلکو د غیرقانوني کډوالۍ په لاره کې ډېرې قربانۍ ورکړي دي.