افغانستان

کابل کې د ښځو اعتراضي لاریون؛ دشت برچي کې چاودنې څلور کسان ټپیان کړل

کابل ښاریانو نن ورځ داسې مهال پيل کړه چې د جمهوري دولت د سقوط لومړۍ کلیزې (اګست ۱۵مې) په درشل کې د ښار په ۱۳مه ناحیه کې چاودنه د خبرونو سرټکو کې وه.

د راپورونو له مخې، یو ماین چې په موټرسایکل کې ځای پرځای شوی و، د کابل دشت برچي سیمه کې د الکترونیکي تذکرو د وېش یوه مرکز ته څېرمه وچاودېد او څلور کسان یې ټپيان کړل.

ویل کېږي چې ددغې چاودنې دوه ټپیان ولسي وګړي دي.

د دشت برچي سیمې اکثره اوسېدونکي هزاره دي او په تېرو ورځو کې پکې د داعش لخوا دوه خونړۍ چاودنې هم شوې وې.  

د ښځو پر لاریون د طالبانو هوايي ډزې

نن پلازمېنه کابل کې د پوهنې وزارت پروړاندې ښځو اعتراضي لاریون وکړ. لاریون کوونکو ښځو پر هغو محدودیتونو نیوکه درلوده چې د طالبان رژیم بېرته راګرځېدو سره ورسره مخامخې دي.

طالبانو په هوايي ډزو سره د ښځو دغه لاریون ګډوډ کړ.

په تېر یوه کال کې چې طالبانو واک ترلاسه کړی ښځې دفترونو ته له ورتګه منع شوي، له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته نه پرېښودل کېږي او په رسنیو کې له ښځینه کارکوونکو غوښتل شوي چې خپل مخ پټ کړي. همدا محدودیتونه د ښځو او د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو د نیوکې او اعتراض عمده لاملونه دي.