دهرانا خبري آژانس راپور ورکړی، چې ایران پرون (پنجشنبه) د مشهد ښار په اصفهان او وکيل آباد زندانونو کې د دوو افغان وګړوپه ګډون درې تنه په دار وځړول.
دغه کسان د نشه يي توکو او قتل په تور په اعدام محکوم شوي وو.
د دغه راپور له مخې، ۲۲ کلن محمد شاه اڅکزی او ۲۴ کلن رحیم اڅکزی دوه افغان اتباع وو چې په مشهد کې اوسېدل.
دغه کسان په ۱۴۰۱ کال کې په مشهد کې د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیول شوي وو چې بیا د دغه ښار د محکمې له خوا په اعدام محکوم شول.
د دغو کسانو اعدام په داسې حال کې شوی، چې د ایران د بشری حقونو سازمان د خپرو شویو شمېرو له مخې، په تېره یوه میاشت کې په دغه هېواد کې تر ۱۴ ډېر افغانان اعدام شوي دي.
د دغو اعدامونو په عملي کېدو په ایران کې د قضايي بهیر او د بشري حقونو د سرغړونو په اړه یو ځل بیا اندېښنې راپارولي دي.
