افغانستان

د طالبانو نوې پرېکړې سره هرات کې د دارالترجمو فعالیت په ټپه درېدلی

هرات کې دارالترجمو خلکو ته نکاحنامې، تذکرې، د زېږېدنې کارتونه او تحصیلي اسناد ترجمه کول.

د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې د دارالترجمو مسوولان وايي، د طالبانو عدلیې ریاست د خلکو د هویتي او تحصیلي اسنادو د ترجمې د تایید بهیر ځنډولی چې ورسره ددوی فعالیت هم خورا اغېزمن شوی دی.

هرات ښار کې د یوې دارالترجمې مسوول عبدالرشید جمشیدي وايي، د طالبانو عدلیې وزارت د افغانستان بېلابېلو زونونو ته مکتوب استولی چې د نکاحنامې، تحصیلي اسنادو او تذکرې د ترجمې طی مراحل ودروي.

د ښاغلي جمشیدي په خبره، پخوا دغه اسناد تر ترجمې وروسته د هرات په عدلیې ریاست کې طی مراحل کېدل، خو د طالبانو د نوې پرېکړې له مخې، دا صلاحیت په کابل کې د عدلیې وزارت پورې محدود شوی دی.

هغه وویل چې له کومې ورځې چې طالبانو دغه مکتوب صادر کړی، په هرات کې د دارالترجمو فعالیت هم بند شوی.

جمشیدي وايي، د طالبانو د عدلیې وزارت نوې پرېکړې، د هېواد په بد اقتصادي وضعیت کې هم خلکو ته سرخوږی جوړ کړی او هم یې لسګونه کسان چې په دارالترجمو کې فعالیت کاوه بې روزګاره کړي دي.

هغه وویل، که د طالبانو عدلیې وزارت اجازه ورنکړي چې ترجمه شوي اسناد په هرات کې طی مراحل شي، نو دوی به اړ شي د دارالترجمو دروازې وتړي.

هرات کې د طالبانو د عدلیې رئیس مولوي جانان خادمي وايي، له مرکز کابل څخه د صادر شوي دستور له مخې، تردې وروسته دوی نشي کولی ترجمه شوي اسناد تایید او طی مراحل کړي.

خادمي زیاتوي چې د طالبانو د عدلیې وزارت د پرېکړې له مخې، په پام ده دغه اسناد کابل کې د عدلیې وزارت د یوه کمیسیون لخوا طی مراحل شي.

د طالبانو د عدلیې رئیس وویل چې ترڅو دوی ته د وزارت لخوا امر ونشي، دوی به اسناد طی مراحل نه کړي او ورسره به د دارالترجمو فعالیت هم درېدلی وي.

د دارالترجمو د مسوولانو په وینا، شاوخوا ۱۰ دارالترجمو په هرات کې فعالیت کاوه او په تېر یوه کال کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د بېلابېلو ستونزو له امله دا شمېره نیمايي ته راټیته شوې ده.