افغانستان

ریچارډ بینټ: په افغانستان کې جنسیتي تاوتریخوالی زیات شوی دی

ریچارد بنت، گزارش‌گر ویژه ملل متحد برای حقوق بشر افغانستان

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکى ریچارډ بینټ په افغانستان کې د جنسيت پر بنسټ د تاوتریخوالي د زیاتوالي خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د طالبانو سیستماتیکې ځپنې او جنسیتي تبعیض دغه تاوتریخوالي ته شدت ورکړی دی. هغه همدا راز ټینګار وکړ د «امربالمعروف او نهى عن المنکر» تر سرليك لاندې قانون په ګډون د طالبانو د سختو قوانینو پلي کول د دې ځپنې د بنسټیز کېدو لامل شوی دی.

ښاغلي بینټ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنيوي د ورځې د پیلېدو په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي:«د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی په افغانستان کې ژورې ریښې لري او د طالبانو سیستماتیک فشار دا بې ساري کچې ته رسولی دی.»

هغه همداراز وويل: «طالبانو د زنا، همجنسبازۍ او له کوره د تېښتې په څېر د قضيو لپاره په عام محضر کې د وهلو په څېر بدني سزاګانې زياتې کړي دي.” چې دا کړنې د شکنجې او نورو ناوړه چلند سره برابر دي.»

ښاغلي بینیټ زیاته کړه چې د افغان مېرمنو په منځ کې کورنۍ تاوتریخوالی، د قربانیانو ځورول او رواني ستونزې په پام کچه وړ زیاتې شوي دي.

د هغه په ​​وينا، د توقيف پر مهال د جنسي تېريو په اړه د باور وړ راپورونه هم ثبت شوي دي.

هغه زیاته کړه:«موږ د جنسیتي تاوتریخوالي قضیې ثبت کړې چې په کې د توقیف پرمهال د جنسي تاوتریخوالي مستند راپورونه هم شامل دي. طالبانو د په عام محضر کې په درو وهل، د زنا، همجنسبازۍ او له کوره د تېښتې په تور د جسمي مجازاتو کارول زیات کړي، چې د شکنجې او ناوړه چلند سره برابر دي، موږ په دوامدار ډول د کورني تاوتریخوالي زیاتوالی، د قربانیانو او ژوندي پاتې کسانو بدنامولو، او رواني روغتیا ستونزو د ډېروالي شاهدان يو.»

ریچارډ بینټ همداراز په افغانستان کې د ښځو وضعیت د جنسیت تبعيض بللی او ویلي یې دي چې د طالبانو تبعیض او سیستماتیکه ځپنه د ښځو پر وړاندې فزیکي او رواني تاوتریخوالی زیات کړی دی. هغه خبرداری ورکړ، چې د طالبانو دغه کړنې نه یوازې د ښځو له بنسټیزو حقونو څخه سرغړونه ده، بلکې د هغوی ورځنی ژوند هم سخت محدودوي.

د متحده ایالاتو د سفارت دريځ

په ورته وخت کې په افغانستان کې د امریکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان مېرمنې له تاوتریخوالي، تبعیض او بې عدالتۍ سره مخ دي. خبرپاڼه زیاتوي: “هره ښځه مستحق ده چې پرته له وېرې ژوند وکړي. موږ د افغان ښځو تر څنګ ولاړ یو او د یوې داسې راتلونکې لپاره هلې ځلې کوو چې افغان ښځې پکې ځواکمنې، خوندي او درناوي څخه برخمنې وي.»

له نړیوالې ټولنې د افغان ښځو غوښتنې

یو شمېر ښځو، نجونو او د ښځو اعتراضي ډلو له نړیوالې ټولنې څو مهمې غوښتنې مطرح کړې دي:

په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض په رسميت پېژندنه.

په نړیوالو محکمو کې د طالبانو محاکمه.

له طالبانو سره مالي او سیاسي مرستې بندول.

له طالبانو سره د تعامل مخنیوی.

د ښځو د حقونو فعاله، ازیتا نظمي وايي:«د هرې ورځې په تېرېدو سره فزیکي او رواني تاوتریخوالی زیاتېږي او د افغان مېرمنو لپاره د ژوند کړۍ ورځ په ورځ تنګېږي. جبري او کم عمره ودونه او د اقتصادي بې وزلۍ له امله د نجونو پلورل د دې تاوتریخوالي اصلي لاملونه دي.»

طالبان چې د نړیوالې ټولنې له خوا د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د سرغړونکو په توګه پېژندل شوي، په خپلو څرګندونو کې د ښځو له شرعي حقونو څخه د ملاتړ خبره کوي. خو د دغې ډلې د څه دپاسه درې کلنې واکمنۍ په موده کې نه یوازې دا چې پر ښځو لګول شوي بندیزونه لغوه شوي نه دي بلکې ورځ تر بلې سختیږي.