د ملګرو ملتونو راپور کې چې په افغانستان کې د دغه سازمان د سیاسي استازولۍ (یوناما) او د بشر حقونو له دفتر څخه خپور شوی، راغلي، د درېیو کالونو پرمهال افغانستان کې خبریالان او د رسنیو کارکونکي په ۳۳۶ بېلابېلو قضیو کې ګواښل شوي، په خپلسرې توګه نیول شوي، ناوړه چلند ورسره شوی او تر قضایي تعقیب لاندې راغلي دي.
د دغه راپور پر بنست، له دې ډلې ۲۵۶ خبریالان چې اووه یې ښځينه خبریالانې دي، په خپلسرې توګه نیول شوي دي.
دغه راز یاده موده کې د ټول هېواد په کچه له ۱۳۰ خبریالانو سره چې اته یې ښځينه دي، ناوړه چلند شوی او شکنجه ورکول شوی ده.
د ملګرو ملتونو په دې راپور کې راغلي، په دې موده کې ۶۶ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي چې نهه یې میرمنې دي له ګواښونو سره مخ شوي دي.
ورته مهال، په دغه راپور کې ویل شوي، په افغانستان کې په دغو درېیو کالونو کې د رسنیو مسوولینو د خپلو توقیف شویو خبریالانو پرځای نور خبریالان په دندو هم ګمارلي دي.
د ملګرو ملتونو راپور کې ویل شوي، افغانستان کې د یو شمېر رسنیو مسوولین، له هغې وروسته چې خبریالان یې د طالبانو له لوري زنداني شوي، له دوی سره یې اړیکې خرابې او اړ شوي د خپلو زنداني شویو خبریالانو پرځای نور خبریالان وګماري.
په راپور کې دغه راز راغلي، د خبریالانو په وړاندې دغه وضعیت د دې لامل شوی چې افغانستان کې ډېر شمېر خبریالان خپلې دندې له لاسه ورکړي.
د رسنیو په چارو کې لاسوهنه
همدارنګه په دې راپور کې ویل شوي، واک ته د طالبانو له بیا رسېدو سره هممهاله ګڼ شمېر رسنیو د بېلابېلو عواملو پر اساس لکه د مالي ستونزو له امله خپلې خپرونې تړلې دي.
د راپور پر اساس، د افغانستان په کورنیو رسنیو کې د موسیقي په خپرولو له بندیزو وروسته د دې رسنیو کتونکي هم د پام وړ کم شوي چې د تبلیغاتي اعلاناتو له لارې د رسنیو په عوایدو یې منفي اغیزه کړې ده.
دغه راز، ویل شوي، واک ته د طالبانو له بیا ځل رسېدو وروسته په افغانستان کې د رسنیو متخصصین او تجربهلرونکي خبریالانو له هېواد وتلي چې د رسنیو په سکتور کې یې د استعدادونو تشه رامنځته کړې ده.
په دې راپور کې راغلي: «د (طالبانو) د حاکمې ادارې د مسوولینو له لوري د بندیزونو لګولو د رسنیزو فعالیتونو له وړاندې پیچلې فضاء لا سخته کړې ده.»
افغانستان
د ملګرو ملتونو راپور: د درېیو کالونو پرمهال افغانستان کې ۲۵۶ خبریالان نیول شوي
- لیکوال: آمو ټلویزیون
- ۶ لیندۍ، ۱۴۰۳