سویلي آسیا

پاکستاني پوليسو د جنوبي وزيرستان په دوو سيمو کې پر تګ راتګ بنديز ولګاوه

عکس از آرشیف

د ګواښونو، بريدونو او د پوځي عملياتو له پيلېدو وروسته د پاکستان پوليسو د جنوبي وزيرستان په شاکاى دره او لادا تحصيل کې نن (شنبه، د ليندۍ ۳مه)تر نامعلومې مودې پورې پر تګ راتګ بنديز ولګاوه.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د جنوبي وزیرستان د پولیسو قومندانۍ معاونيت دفتر ویلي، دا پرېکړه یې د «بې ثباته امنیتي وضعیت» له امله کړې چې په تېرو څو ورځو کې په دې سیمه کې رامنځته شوى دى.

د جنوبي وزيرستان پوليسو له خلکو غوښتي چې پر دې پرېکړې د نيوکو سربېره؛ له خلکو سره د اړيکو په برخه کې کار وکړي. د دوی سره همکاري وکړئ او پدې «نازک وخت» کې په کور کې پاتې شي.

د جنوبي وزيرستان د پوليسو خبرپاڼه وايي: «د هدفي وژنو او ترهګريزو فعاليتونو د راپورونو پر بنسټ له تېرو څو ورځو راهيسې په دې سيمه کې امنيتي وضعيت کړکېچن شوى دى. امنیتي ځواکونه په سیمه کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره کار کوي او د خلکو د خوندیتوب لپاره پر تګ راتګ بنديز اړين دى. خو د امنیتي وضعیت د ښه کېدو سره به دا بنديز لیرې شي.»

په عين حال کې د جنوبي وزيرستان پوليسو په دغه سيمه کې په ګرځېدو د بنديز لګولو وروستو په دغه سيمه کې د ترافيکو تګ راتګ په مکمله توګه بند کړى دى.

په ورته وخت کې پاکستاني رسنۍ وايي چې په دې سیمه کې مخابراتي او انټرنیټي شبکې هم پرې شوې دي.

له بلې خوا د خيبر پښتونخوا ايالت په کرمه سيمه کې هم سلګونو کسانو په دغه سيمه کې د تېرې پنجشنبې د بريد په غبرګون کې لاريونونه پيل کړي دي.

د پنجشنبې په ورځ (د ليندۍ لومړۍ) په یوه مسافر وړونکي موټر چې له پېښور څخه د پاړه چنار پر لور روان و، په برید کې لږ تر لږه ۴۴ کسان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.