افغانستان

په واخان کې د پاکستان فعالیتونو ته غبرګونونه

که څه هم تراوسه په رسمي توګه د واخان په اړه څه نه دي ویل شوي، خو پاکستان او افغانستان کې پرې بحثونه شته چې پاکستان غواړي له دې لارې منځنۍ آسیا ته لاره جوړه کړي.

وروسته له هغه چې په ټولنیزو رسنیو کې د بدخشان په واخان کې د پاکستان له لورې له افغانستان سره د سرحدي نښو د لمنځه وړلو راپورونه خپاره شول، خلکو او د افغانستان یوشمېر سیاسي څېرو یې په تړاو پراخ غبرګون وښود.

پر ټولنیزو رسنیو داسې ویډیوګانې هم خپرې شوې چې طالبانو د پاکستان لخوا جوړې شوې سرحدي نښې چې ویل کېږي د افغانستان په خاوره کې وې، ورانولې.

که څه هم تراوسه کومې رسمي سرچینې د واخان په اړه څرګندونې نه دي کړي، خو په دواړو هېوادونو کې پرې بحثونه تود دي او داسې ویل کېږي چې پاکستان غواړي له دې لارې منځنۍ آسیا ته لاره جوړه کړي.

په دې لړ کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیراحمد فایق ویلي چې د واخان په اړه وضاحت ته اړتیا ده، خو دا یې نه ده څرګنده کړې چې څوک وضاحت ورکړي.

ښاغلي فایق په یوه ټویټ کې لیکلي: “د واخان په اړه باید وضاحت ورکړل شي، که کوم پټ توافق نه وي شوی او پاکستان وغواړي په خپلسر د اقتصادي اهدافو لپاره د افغانستان خاوره وکاروي او یا سرحدي نښې یې په قصدي توګه بدلې کړې وي، نو دا مساله به د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې په رسمي ډول د یوې سرغړونې او تېري په توګه مستند ثبت کړو.”

د واخان مسله څنګه ښکاره شوه

نږدې دوه اوونۍ وړاندې کابل کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس کریم خرم ویلي و، پاکستان په تکرار سره له پخواني ولسمشر حامد کرزي غوښتل چې اجازه ورکړي واخان غوڅ کړي او تاجکستان ته د تجارت لپاره سړک وباسي، خو ولسمشر دا غوښتنه رد کړه.

د هغه په خبره، دا کار د افغانستان ټرانزیټي اهمیت کموي او د هېواد د ټوټه کېدو سبب ګرځې. ښاغلي خرم پر خپل ټویټر پر طالبانو غږ وکړ چې دې موضوع ته پام وکړي.

هغه ادعا کړې چې پاکستان هڅه کوي له طالبانو سره یو قرارداد لاسلیک کړي ترڅو د واخان له لارې تاجکستان ته خپله لنډه ټرانزیټې لاره پیدا کړي.

له همدې ټويټ وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د واخان بحث ګرم شو او پر طالبانو یې نیوکې راوپارولې. خلکو له طالبانو وغوښتل چې د واخان په تړاو وضاحت ورکړي او خپل رسمي دریځ څرګند کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټرکې لیکلې و چې د پاکستان لورې دا موضوع هیڅکله هم نه ده مطرح شوې او د هغه په خبره، طالبان به د افغانستان پر خاورې معاملې ته اجازه ورنکړي.

ښاغلي مجاهد ویلي چې “په ملي مسائلو کې [د طالبانو] دریځ روښانه دی.”

په ورته مهال څلور ورځې وړاندې د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د افغانستان ملي ټلویزیون سره په خبرو کې وویل، “موږ د خپلې یو اینچ خاورې پر سر هم له چا سره خبرې نه دي کړي او نه به وشي او [طالبان] دا اجاز هم چاته نه ورکوي چې د افغانستان خاوره په خپل اختیار کې راولي.”

څو ورځې وړاندې پر ټولنیزو رسنیو داسې ویډیوګانې هم خپرې شوې چې طالب جنګیالیو د پاکستان لخوا جوړې شوې سرحدي نښې چې ویل کېږي د افغانستان په خاوره کې وې، ورانولې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانی سیاسي مرستیال جاوید لودین وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت پراختیا ښه خبره ده، خو باید د عادلانه ګټو او ګډې هوساینې د اصولو پر بنسټ وي.

ښاغلي لودین زیاته کړې: ” د پاکستان لخوا تاجکستان او منځنۍ آسیا ته د افغانستان د واخان له لارې د لنډ ترانزیتي دهلېز غوښتنه، یو بد وړاندیز دی او باید چې ونه منل شي. تقریبا په بشپړه توګه د افغانستان د اوسني ترانزیتي شبکې له پامه غورځول او نوی ترانزیتي دهلېز به د بالقوه سیمه ییزې ترانزیتي څلورلاري په توګه افغانستان کمزوری کړي.”

هغه همداراز ویلي چې له اقتصادي پلوه، د واخان وړاندیز شوی دهلیز یو طرفه معامله ده او په هغې کې افغانستان په سیمه ییز ترانزیت کې له امتیازونو بې برخې کېږي او همداراز په نورو برخو کې هم د ودې فرصت له لاسه ورکوي.

واخان ولي مهم دی؟

په همدې حال کې د جمهوري دولت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی مرستیال فریدون بارکزی وايي، واخان هم په ستراتیژیک لحاظ او هم په اسیا کې د اوبو د سرچینو له اړخه د افغانستان د خاوري ځکه مهمه برخه ده چې د آمو غربي دریایي حوزه د شرقي تاریم حوزې څخه جلا کوي او هلته افغانستان له چین سره ۹۶ کیلومتر رسمې او منل شوی سرحد لري.

ښاغلي بارکزي پر فیسبوک لیکلي چې لیکلي چې په واخان کې ۵ سرحدي نښې له ۱۳۴۳ کال راهیسې کاملا څرګند او په خپل ځای دي او طالبان یې باید ساتنه وکړي.

نوموړي لیکلي چې هر کال په واخان کې د قبایلو چارو وزارت د دواړو هېوادونو د تخنیکي ټیمونو په ګډې همغږۍ دا سرحدي نښې رنګ او ارزول کېدې.

کابل کې د اقتصادي چارو څېړونکی عبدالوافي نایبزی وایي، پاکستان هیڅکله نشي کولای چې د یو هېواد په جغرافیه کې لاسوهنه وکړي.

هغه زیاته کړه که د طالبانو اسلامي امارت په خپلسر دومره لویې پروژې پلي کوي چې هم داخلي او هم خارجي سیاسي او اقتصادي ستر بُعدونه لري نو دا دومره اسانه خبره نه ده چې د یو ملت د سترګو پروړاندې دي دا کار ترسره شي.

واخان د بدخشان ولایت یوه ولسوالي ده چې د افغانستان بام یې هم یادوي د هېواد په شمال کې موقعیت او ۱۸۳۲۴ تنه نفوس لري.

واخان د جنوبي اسیا او مرکزي اسیا ترمنځ د پُل حیثیت لري. د واخان سرحدي نښې د پخواني پادشاه محمد ظاهر شاه په وخت کې تثبیت شوې وې.