ورزش

د هېواد د اندام ښکلا ورزشکار د اولمپیا سیالیو د فزیک په برخه کې دویم مقام خپل کړ

د بدن د ښکلا افغان لوبغاړی علي بلال د ۲۰۲۴ کال د مسټراولمپیا سیالیو د فزیک په برخه کې دویم مقام خپل کړ.

دغه سیالۍ د امریکا په لاس وېګاس ښار کې ترسره شوې.

علي بلال د نارینه وو په فزیک برخه کې د نړۍ د غوره ورزشکارانو په ډله کې راغى او دوهم مقام یې خپل کړ.